د عامې روغتیا وزیر په G5 کانفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلی

عزم (شنبه، ۱۶/۲/۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزیر او ورسره مل پلاوی په G5 کانفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته ورسېده.
د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه سفر کې د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر قلندر عباد ترڅنګ مالي او اداري معین مولوي اسحاق صاحبزاده او مل پلاوی شامل و.
د خبرپاڼې پر اساس: «په یاد سفر کې به د G5 کانفرانس له ګډونوالو سره د روغتیا په برخه کې په ګډه همکارۍ خبرې اترې کیږي.»
د یو بل خبر له مخې یاد پلاوی ایران ته رسېدلی او هلته یې د د ایران د ولسمشر له مرستیالې انیسه خزعلي سره لیدلي.
په دغه لیدنه کې د ورغتیايي همکاریو، دوه اړخیزو مرستو، د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې د همکارۍ او روغتیايي سکتور د تجربو شریکولو په اړه خبرې شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button