افغان اردو د غزنی ولایت د واغز په ولسوالی کی ملکی کسانو ته درانه زیانونه اړولی
تازه راپورونه وایی چی دغزنی ولایت د واغزپه والسوالی کی دولتی ځواکونو دمسلحو طالبانو په ضد دتصفیه وی عملیاتو په لړ کی ډیرو ملکی کسانو ته درنه مرګ ژوبله اړه ولی او ډیری کلی یی د درنو وسلو او هوانونو په وسیله ویجاړ کړی دی .
په سمیه کی عینی شاهدانو عزم ته ویلی دواغزولسوالی کی جگړه په شیدت سره روان ده تر دې مهاله د سعادت خان كلا، نيكزيو، محمدخان كلا، ترنوښار، شمشېر ګوډلو او خندقي زياتره برخې ويجاړي شوي، لسګونه ملكي وګړي تلف شوي او ګڼ نور ټپيان شويدي. د انګورو، مڼو، زردالو او آلوبخارا باغونه له څيلمې لاش شوي او د شپيشتو او غنمو ولاړ فصلونه هم سوځيدلي دي
دسیمی خلکو خبر داری ورکړی که دولتی ځواکونه د ولسی خلکو په وړاندی دخپلو ړندو راکټونو د ویشتلو مخه ونه نیسی نو دوی به خپله له خپل ځان څخه په دفاعی لارو چارو فکر وکړی.
دواغز ولسوالی جګړه نن پنځمی ورځی ته وغزیده چی ددغی ولسوالی خلک یی له سترناورین سره مخ کړی دی.