تازه خبر: دبدخشان یمګان ولسوالۍ طالبانو ونیوله

دیمګان له ولسوالۍ څخه ددرنې جګړې راپورنه ورکول شوي دي دچارواکو په وینا جګړه سهار پيل شوې ده چې تراوسه روانه ده

دبدخشان ولایتي ویاند وایي چې امنیتي ځواکونه دطالبانو له لوري محاصره دي او دبیړنیو مرستو غوښتنه یې هم کړې ده

خو طالبان وایي چې ولسوالۍ یې په بشپړه توګه نېولې او اوس هلته ددوی جنګیالي مرکز ته رسېدلي دي

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دیمګان په بشپړه توګه نیول تائید کړې دي او وایي چې په ولسوالۍ کې مېشتې ټولي پوستې یې له منځه وړي دي

دبدخشان دوالي ویاند شاه ولي ادیب وایي چې له سهار راهیسي دیمګان په ولسوالۍ باندي دطالبانو له لوري پراخ برید پيل شوي دي چې تراوسه ادامه لري

ادیب وایي چې امنیتي ځواکونه دطالبانو له لوري محاصره دي او دبيړنیو مرسته غوښتنه یې هم کړې ده

دجګړې په اړه نور معلومات به وروسته خپاره شي

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button