د کرېکټ نړيوالې شورا د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو درجه بندي اعلان کړه

د ای سي سي یا د کرکټ نړېوالې شورا د کرېکټ د راتلونکو شل اوریزو سیالیو درجه بندي اعلان کړه .

د ای سي سي نړیوالې شورای د اعلان مطابق د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته بنګله ديش نه وروسته په لسمه درجه کې ځای ورکړل شوی دی .

د یادوني وړ ده چې په دغه درجه بندي کې د افغانستان لوبډله د ائرلینډ او زمبوابی له لوبډلو څخه مخکې شوې ده ، سره له دې چې دغه دواړه ټيمونه د کريکټ نړيوالې شورای کې بشپړ غړيتوبونه لري .

د ای سی سی د خبر له مخکې افغانستان ملي کرېکټ لوبډله ۶۲ ګډون کونکو لوبډلو په شمېر کې لسم مقام لري ، داپه دې مانا دی چې افغانستان ملي ټيم په شل اوریزو سیالیو کې د نړې له لسو غوره ټیمونو څخه دي .

د آی سي سي په ۲۰۱۴ کال شل اوریزو نړیوالو سیاليو کې د سریلانکالوبډله په لومړي مقام کې وه چې جام يي ګټلی وه ، هندوستان په دويم مقام کې چې سریلانکا سره يي د پای لوبه کړې وه ، اسټرالیا درېیم، ویسټ انډیزڅلورم، پاکستان پنځم، نیوزیلینډ شپږم، سویلي افریقا اووم ، انګلستان اتم او بنګله دېش نهم مقام قرار درلود .

او په اوسنۍ اعلان شوې درجه بندی کې افغانستان څخه وروسته هائلنډ ۱۱ ، زمبوابی ۱۲ او سکالینډ ۱۳ مقام کې راغلي دي .

حماس افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button