تاجکستاني پولیسو دعبدالروف ابراهیمي اوښی دقاچاق په تور وژلی

تاجکستاني پولیسو دولسي جرګې درئیس عبدالروف ابراهيمي اوښی احمدشاه دمخدره موادو دقاچاق په تور وژلی دی.

دکندز یوې باوري سرچینې خبر ورکړی، چي دعبدالروف ابراهیي اوښي له یوه افغان افسر سره یوځای غوښتل، چي تاجکستان ته شاوخوا ۴۰ کيلوګرامه هيرویين وليږدوي، چي تاجکستاني سرحدي پولیسو پرې ډزي کړي او دابراهیمي اوښی احمدشاه يې وژلی دی.

تراوسه له احمدشاه سره دملګري پولیس افسر په اړه څه ویل شوي نه دي.

راپورونه وايي، چي دتاجکستاني پولیسو دابراهيمي داوښي جسد دکندز ولایت سپين ږيرو ته سپارلی دی.

دیادوني وړ ده، چي دافغان دولت زیات شمېر لوړ پوړي او ټيټ پوړي چارواکي دمخدره موادو په قاچاق کي لتاړي دي، ویل کیږي، چي دمخدره موادو دزیادت له امله شاوخوا ۳ میليونه افغانان په نشه يي توکو اخته دي.

دامریکايي یرغل څخه وړاندي دطالبانو په حکومت کي په مخدره موادو بندیز لګول شوی وو، چي تر امريکايي یرغل راوروسته افغانستان په نړۍ کي دمخدره موادو ستر توليدونکی هیواد ګرځېدلی دی.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button