۱۸ کلني پېغلې په یوه سوک سره ۴۱کلن سړی د روغتون تر بستر ه ورساوه

د تر کې هېواد زونګولدالک ولایت کې ۴۱ سړی چې کله په ۱۸ کلنې پېغلې د تیري هوډ وکړ پېغلې په تند عکس العمل سره داسې سوک ورکړ چې روغتون کې له بسترنه پرته يي درمنله ناشونې وه .
د ترکې رسنیو په حواله یاده پېښه د ترکې هېواد په مهتاپ پاچا سیمه کې رامنځ ته شوه ، چې تر مخه يي یوه ۴۱ کلن سړي د یوې نجلۍ څخه ناوړه غوښتنه وکړه . یاد شخص یو ځل مخکې هم له دغې پېغلې څخه د خپلې مور په وړاندې دغه ناوړه غوښتنه کړې وه .
خو چې کله د دويم ځل ورته پېښې سره مخ شوه نو سړي غوښتل چې لاس ور واچوي نو په متقابل ځواب سره يي سړی په یوه سوک وواهه او پر ځمکه يي وغورځاوه او بي هوښه شو ، چې شاوخوا خلکو تر روغتون ورساوه او انجلي امنتې چارواکوته خپل شکایت ورکړ .
سمیع الله سعادت