سرپل کي اربکیانو یوه میرمن په بې رحمي سره وژلې

دسرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کي سیمه ييزو اربکیانو یوه کونډه میرمن په ډیره بې رحمي سره وژلې ده.

دسرپل دښځو چارو دریاست رئيسي نسيمې ارزو ویلي، چي   ۳۰ کلنه جمعه خال څه موده وړاندي کونډه شوې وه، چي دخاوند ورور يې غوښتل، چي له هغې سره په زوره نکاح وکړي، خو یادي میرمني انکار ورڅخه کاوو.

دآرزو په خبره، چي دجمعه خال دخاوند ورور اکرام الدین له هغې سره دنکاح کولو غوښتنه کوله، خو د۵ ماشومانو لرونکې خال دغه خبره ردوله.

دوژل شوي میرمني ورور ویلي، چي دده خور داکرام الدین له لوري څو ځله سخته وهل ټکول شوې هم وه او دوی دصیاد امنیه قومندانۍ ته دپيښي په اړه شکایت هم کړی وو، خو هغوی هیڅ ډول توجه ورته ونه کړه.

دجمعه خال ورور ګل محمد ویلي، چي دصیاد جنايي مدیر ته یې شکایت وکړ، چي دخور ژوند يې په خطر کي دی، خو هغه ددې په ځای چي دده غږ واوري، په ده په غوسه شواو ویې ویل، چي اوس به دکلاشينکوف ضربه درباندي وکړم.

دګل محمدپه خبره، چي دصیاد جنايي مدیر دده خور دهغې کورنۍ ته تسلیم کړه او له دوو شپو وهلو ټکولو وروسته اکرام الدین داربکیانو په مرسته دده خور ووژله.

دوژل شوې جمعه خال ورور ویلي، چي دده خور داربکیانو له لوري تر ۲۰ ډیري مرمۍ ويشتل شوې ده.

دوژل شوي میرمني جسد دسرپل مرکزي روغتون ته ليږدول شوی  او ډاکټرانو ویلي، چي دغه میرمن له څو لوریو په مرمیو ویشتل شوې ده، چي داسي فکر کیږي، چي ډیرو اربکیانو له څو لوریو په یوه ځل ضربې پرې کړي  اووژلې ده.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button