د روژې نولسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

پرون مو وویل چی روژه جسمانی او روحانی دواړه اړخونه لری او جسمانی روژه مو مختصرأ وشنله . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه انسان متقی کوی ، یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوي ، ګناهونه سوځوي ، معنوی او فرهنګی بیا رغونه ایجادوي او باالاخره ایمان ټینګوي . څنګه ؟ داسی که جسمانی روژه رښتیانۍ او صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر او تهلیل کوی ؛ تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ، صدقه او خیرات….. به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی .

پوهانو ویلی دي چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی . د دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . نو الله دی د جسمانی او روحانی روژې د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی ، او دا هم نولسمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په امید . زما له خوا به د ټولو برخو ځوابونه تر روژې مبارکی وروسته انشاالله خپاره سی . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

پوښتنی :

۱ ـ د سورهً بنی اسراییل بل نوم څه دی ؟

۲ ـ په سورهً النحل کی د سجده آیت نمبر څو دی ؟

۳ ـ په سورهً بنی اسراییل کی سجده آیت کوم یو دی ؟

۴ ـ د سورهً النحل معنی څه ده ؟

۵ ـ د قرآنکریم کوم دوه سورتونه ۱۱۱ آیتونه لری او کوم دوه یې ۴۵ آیتونه لری ؟

۶ ـ آیا ښځه د خپل کور په هغه ځای کی اعتکاف کولای سی چی د لمانځه له پاره یې ټاکلی وی ؟

الف : هوکې ؛

ب : یا ؛

ج : مکروه دی ؛

د : ښځه اعتکاف نه کوی .

۷ ـ د مسنون او واجب اعتکاف له پاره روژه لرل شرط ده ؟

الف : یا ؛

ب : هو ،

ج : مباح دی ؛

د : اعتکاف نه مسنون وی نه واجب .

۸ ـ ملایکی ( فرشتې ) پر مسلمانانو کوم حقوق لری ؟

الف : د هغوی پر شتون عقیده لرل ، په کور کی عکس ، تصویر او سپیً نه ساتل ؛

ب : د ملایکو اطاعت کول ، مینه ورسره لرل ، ښه یې ښه بلل ؛

ج : دعا ورته کول ، خوشحاله یې ساتل ، غوښتنی یې منل ؛

د : ټوله صحیح دي .

۹ ـ د پیغمبر (ع) د جمعې د ورځی لومړنۍ خطبه چیری وه ؟

الف : په مسجد قبا کی ؛

ب : په مسجد حرام کی ؛

ج : د بنی سالم بن عوف د قوم په منځ کی ؛

د : د مدینې د انصارو په منځ کی .

۱۰ ـ کوم لوی یهودي عالم د رسول الله (ص) په وخت کی مسلمان سو ؟

الف : عبدالله بن سلام ؛

ب : حي ابن اخطب ؛

ج : کعب بن اشرف ؛

د : ټوله غلط .

او دا هم د نن زرین اصل : د حرام کسب او حرامی روزي یوه سزا دا ده چی دعا یې نه قبلیږې .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button