مدني فعالانو دفرخندې پرقاتلانو د محکمې پريکړه وغندله

150706090730_farkhunda_protest_2015_624x351_bbc

کابل(عزم ۱۵،دوشنبه، چنګاښ ٩٣):د افغانستان د همبستګۍ ګوند لسګونو غړو او یو شمېرمدني فعالانو د فرخندې د وژلو په قضیې کې پرښکېلو کسانو د عدالت د نه پلي کېدو په تړاو مظاهره کړې.

مظاهره کوونکې وایي چې د فرخندې د قتل په قضیې کې د استناف محکمې پریکړې غیرقانوني دي.

دوی وایي، تر هغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې عدالت تامین شي او د فرخندې قاتلین اعدام شي.

د کابل استیناف محکمې په دې وروستیوکې د هغو څلوروکسانو د اعدام حکم چې د فرخندې د قتل په قضیه کې په لاس لرلو تورن دي په دوهمه محکمه کې کمه کړې ده. مخکې تر دې يې په لومړنۍ  محکمه کې چې د غويي په مياشت کې  ترسره شوې وه د فرخندې په قتل کې شامل څلور کسان پر اعدام او ٨ نور پر ١٦ کلونو زندان محکوم کړل، خو اوس يې د دغه سزا شل کلن حبس ته راټیټ کړ او همدا رازد شاه دوشمشېره زیارت منجاور ته یې برائت ورکړ.

۲۷ کلنه فرخنده د نوي کال له پیل یوه ورځ مخکې د یو شمېر کسانوله خوا د قرانکریم د سوځولو په ګومان په وهلو- وهلو ووژل شوه او بیا یې مړی وسوځول شو.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button