په نائيجريا کې جومات او ريستورانت کې چاودنو ۴۴ تنه ووژل

7541275D-85A7-4B04-BE2A-F7820E950D3C_w640_r1_s_cx22_cy4_cw78

جاس(عزم ۱۵،دوشنبه، چنګاښ ٩٣)چارواکي وائي د نائجيريا  په مرکزي ښار جاس کې په دوه بېلابېلو چاودنو کې لږ ترلږه ۴۴ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې لومړۍ چاودنه يوه جومات ته څېرمه وشوه چې په کې ګڼ شمېر مسلمانان چې دماښام د روژه ماتي پرمهال راټول شوي وو.

دوهمه چاودنه د همدغه ښار په يوه له ګڼې ګوڼې ډکه سيمې کې د يو ريستورانت مخې ته وشوه چې له امله يې ګڼ شمير ښاريانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د جاس دښار سيمه ايز روغتون د يو ډاکټر عبدالسلام محمد په وينا د تېرماښام د چاودنو له امله ۶۷ تنه ټپيان روغتون ور وړل شوي دي.

بريدڅخه دژوندو وتلو کسانو په وينا  دجومات ترڅنګ هغه مهال چاودنه وشوه کله چې  دجومات ملا امام ثاني يحيي  په جومات کې مسلمانانو عبادت کوونکو ته وينا کوله.

د پېښې پړه د بوکو حرام ډلې په غاړه اخيستې ده،تېره اوونۍ هم بوکوحرام په نايجيريا کې ۲۰۰ کسان وژلي وو.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button