د هلمنداو پروان اوسېدونکي له سيمه ییزو پوليسو شکايت کوي

arbakian1

لښکرګاه (عزم ،دوشنبه،۱۵، چنګاښ ٩٣)د هلمند ولایت، ناوې ولسوالۍ د شورشورک سيمې اوسېدونکي وايي، چې سیمه ییزو پولیسو یې دوه ورځې مخکې کورونو ته ورغلي او لوټلي يې دي.

محمد ګل، امين الله او نېک محمد د شورشورک سیمې هغه اوسیدونکي دي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې په دې سیمه کې اوسېږي، وایي، چې سیمه ییزو پولیسو د دوی ځوانان، سپین ږیري او ماشومان وهلي او ډبولي دي.

دوی پر سيمه ییزو پولیسو تور پورې کوي، چې له کورونو نه یې یو موټر، ټراکټور، موټرسایکلونه او د کورسامانونه سیمه ییزو پولیسو له ځانه سره وړي دي.

دغه اوسېدونکي وايي، چې سیمه ییز پولیس غواړي په زور د دوی ځمکې په نورو خلکو خرڅې کړي.

بل لوري ته د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل يوې سيمه ايزې راديو  ته د ټلیفون پر کرښه ویلي، چې دوی سیمې ته پلاوی استولی او په  اړه يې پلټنې کوي.

ملاخېل زیاتوي، دا به معلومه کړي، چې ولې په سیمه کې سیمه ییزو پولیسو له خلکو سره ناوړه چلند کړی.

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي داسې مهال له سیمه ییزو پولیسو نه سرټکوي، چې په ځېنو نورو سیمو کې هم له دغو ډلو څخه خلک شکایت کوي.

په عين حال کې د پروان ولايت په سياګرد ولسوالۍ کې د سيمې اوسېدونکو هم د سيمه ييزو پوليسو د بد چلند په غبرګون كې لاريون کړى او د پروان – باميان لويه لاره يې تړلې ده.

د پروان د سياګرد ولسوال محمد سعيد صديقي رسنيو ته ويلي چې  د پرون په ياده ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې وه، چې له كبله يې دوه تنه ټپيان شوي وو.

د هغه په وينا، له چاودنې وروسته سيمه ييزو پوليسو يو ملكي وګړى وژلى او يو شمېر يې بنديان كړي دي، چې په غبرګون كې يې د سيمې اوسېدونکو د پروان – باميان لويه لاره له نن سهار راهيسې د ټرافيکو پر مخ تړلې ده.د یادونې وړ ده، چې له څو کلونو راهیسې په یوشمېر سیمو كې خلک د سیمه يیزو پولیسو له ناوړه چلند څخه سرټکوي.

دسياګرد خلكو په وينا، په ځینو سیمو کې سيمه ييز پوليس شخصي عقدي او بدۍ پالي چې له امله يې د کورنيو او قومونو تر منځ د دښمن د پيدا کېدو اندېښنې زياتې شوي دي.

 

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button