ترکمن قوم دغبرګون په توګه دمزارشريف لویه لار وتړله
جوزجان (عزم، دوشنبه ١٥ چنګاښ ٩٤): په ترکمن قوم پورې اړوند په زرګونو کسانو په جوزجان ولايت کې د خپلو حقونو د نه ورکړې په اړه لاريون وکړ او د شبرغان-مزارشريف لويه لار يې د ترافيکو پر مخ وتړله.
دوى وايي چې په حکومت د دغه قوم حق يوازې د حج او اوقافو وزير لري او مرکزي دولت ورته نور په حکومت کې کومه برخه نه ورکوي.
لاريون کوونکو چې د جوزجان د اقچې ولسوالۍ په پل نو سيمه کې يې لاريون کړى و، ويل يې چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله په خپلو ټاکنيزو کمپاينونو کې له دوی سره ژمنې کړې وې چې د هېواد د ټولو قومونو تر منځ به عدالت کوي او د هېڅ قوم حقوق به تر پښو لاندې نه شي، خو پر خپلو ژمنو يې عمل ونه کړ.
د لاريون يوه ګډونوال نورالدين وويل: ((که چېرته حکومت زموږ غوښتنې ونه مني، د فارياب اقينه، د کندوز شېرخان او د بلخ ولايت حيرتان بندرونه به وتړو.))
د عبدالغفار په نوم يوه بل معترض څرګنده کړه چې يواځې په جوزجان کې په ترکمن قوم پورې اړوند باى مراد قوينلي د والي په توګه کار کوي چې اوسمهال حکومت د هغه پر ځاى لطف الله عزيزي مقرر کړى دى.
هغه زياته کړه چې لاريون به يې تر هغو دوام ولري چې حکومت د ترکمنانو حقوق ورنه کړي.
د ٣٠٣ موټر چلوونکي عزيزالله خبريالانو ته وويل: ((خلک ناروغان لري، په موټرو کې تازه مېوه او يخ بار دى، که چېرته لاريون کوونکي لاره بنده کړي، نو ټولو ته زيان رسېږي.))
هغه زياته کړه چې معترضين دې د لاريون کوونکو ستونزې ته پاملرنه وکړي او دولت دې هم دهغوى غوښتنې ومني.
لاريون کوونکو د شبرغان-مزار شريف لاره د مساپرو د ستونزو او روژې مبارکې مياشتې په سبب له د لاريوون له پيل څخه يو ساعت وروسته( له غرمې وړاندې١١:٠٠ بجې) د ترافيکو پر مخ پرانېسته.
عبداللطيف نظيف