د شپې دپوهنځيو له پاره د کانکور ازموينه لغوه شوه
د دغه وزارت ویاند عظیم نوربخش نن رسنيو ته وویل چې دا پریکړه د بودیجې د نشتوالي له امله شوې ده.
نوموړي وویل چې په دې اړه یې د مالیې وزارت سره خبرې کړي څو د استادانو لپاره یو ځانګړې بوديجه وټاکي.
د یادونې وړ ده چې تیر کال د لوړو زده کړو وزارت د شپې د پوهنځيو له پاره 30 زرو کسانو څخه ازموینې واخیستلې چې له لس زرو څخه ډير یې په بیلابیلو پوهنځیو کې شامل شوي وو.
د يادونې وړ ده چې له دولتي او شخصي پوهنځيو له زیاتېدو سره سره بيا هم د افغان ځوانانو د لوړو زده کړو هېلې په نيمايي کې پاتې شي او د بېلابېلو ستونزو او مشکلاتو له امله يې زده کړې ايله تر دولسم ټولګي ورسيږي.
د تېرو څو کلونو په وخت ځوانان د کانکور له د ازموينو له نتايجو هم خوښ نه و او دوی د لوړو زده کړو په وزارت تور پورې کاوه چې په کانکور ازموينه کې د زده کوونکو لياقت او استعداد په پام کې نه دی نيول شوی مګر په واسطه او رشوت زده کوونکي بريالي شوي.
ديادونې وړ ده چې د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د شپې پوهنځي ځکه ډېر ضروري دي چې د افغانستان زياتره اوسيدونکي غريب دي او نه شي کولای چې د ورځي هم خپل کور ته رزق وګټي او هم خپلې لوړې زده کړې پرمخ يوسي.
که څه هم په دې وروستيو کې په هېواد کې شخصي پوهنتون هم ډېر شوي خو د غريبو زده کوونکو له وسه هغه فيسونه چې شخصي پوهنځي يې غواړي غريب محصلين يې نه شي پرې کولای.
عبداللطيف نظيف