دغزني دولایتي شورا وکيلان په شخصي کارونو بوخت او غونډو ته نه حاضريږي

دغزني دولایتي شورا مرستیال او ځیني اوسیدونکي وايي، چي ددغه ولایت دولایتي شورا غړي په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او دشورا غونډو ته نه حاضریريږي.
ویل شوي، چي هره ورځ دغزني په ولایتي شورا کي دوه یادرې غړي ناست وي او کله هیڅوک هم پکي نه وي.
دغزني دولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع وايي، چي دولایتي شورا ډیری غړي په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او دندو ته نه حاضریږي.
نوموړی وايي، چي دولایتي شورا ځیني داسي غړي هم شته، چي له تیرو اتو میاشتو راهیسي يې یوازي دوه ورځي دشوراپه غونډو کي ګډون کړی دی.
دغزني ځیني اوسیدونکي هم وايي، چي دوی دتذکرو داخیستلو لپاره دولایتي شورا دغړو تائید ته اړتیا لري، خو هغوی په خپل ځای نه موندل کیږي.
دافغانستان له قوانینو سره سم هیڅ کارکونکی له عذره پرته نشي کولای چي له پرلپسې درې ورځوزیاته غیرحاضري و کړي.
دغزني ولایتي شورا دڅلورو میرمنو په ګډون ۱۹ تنه غړي لري، چي دهیواد دنورو وکيلانو په څېر دغزني دولایتي شورا ډیری غړي نالوستي کسان دي.
عادل خپلواک