امریکايي پلاوی: په لوی لاس نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کېږي

عرم: (چهارشنبه، د وږي ۱۵مه، ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډو خونو په هڅو د لومړي ځل لپاره يو امريکايي سوداګريز پلاوی کابل ته راغلی دی.
د امريکايي سوداګريز پلاوي غړو نن په یوه کنفرانس کې ومنله چې نړۍ ته په لوی لاس د افغانستان ناسم انځور وړاندې کېږي.
دغه پلاوي ویلي، د امريکا د سوداګرۍ خونه چمتو ده چې د سرپرست حکومت د غوښتنې په صورت کې د چابهار بندر له لارې هند او نورې نړۍ ته د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې همکاري وکړي.
ټاکل شوې چې د دغه پلاوي يوه غړې به د امريکا کانګرس ته هم په دې اړه راپور ورکړي.
دغه کنفرانس کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې د هرات د غوريانو د اوسپنې پر کانونو د اسيايي او اروپايي هېواونو د سوداګرو او افغان پانګهوالو پانګونه دا په ډاګه کوي چې نړيوال سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته چمتو او لېوال دي.