ملګري ملتونو د افغانستان په ګډون له ۱۴ هیوادونو سره بشري مرستې اعلان کړې

عزم( چهارشنبه، د وږي ۱۵مه، ۱۴۰۲): ملګري ملتونه وایي چې ۱۴ بې وزلو هیوادونو ته د بشري مرستو لړۍ پیلوي. یاد سازمان وایي چې دې هیوادونو ته یې ۱۲۵ میلیونه ډالره مرستې ځانګړې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مشر مارټین ګریفیتس پرون وویل، چې دا مرستې په داسې حال کې کوي چې دوی له مرستندویو ادارو سره د مرستو لپاره بیخي لږه بودجه لري.
ویل کیږي چې ملګرو ملتونو د یادو مرستو له ډلې د افغانستان او یمن لپاره شل شل میلیونه ډالره او د فلسطین او مالي هیوادونو په څېر نورو هیوادونو ته له څلور تر نهو میلویونه ډالر ځانګړي کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند فرحان حق وایي چې که مرستندوی هیوادونونه ملګرو ملتونو ته ټاکل شوې ۳۹ میلیارد ه ډالر بسپنه راټوله نه کړي نو ښایي سږکال میلیونونه وګړي وږي پاتې شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!