بلخ: د سیمئیزو پولیسو قومندان وژل شوی

عزم ټکی اورګ (دوشنبه-۱۳۹۶-لړم-۱۵)
طالبان وایي چې د بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ کې یې د سیمئیزو پولیسو قومندان وژلی دی
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه قومندان د ازادخان په نوم د سیمئیزو پولیسو قومندان وو چې تیره ورځ یې د بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ کې وژلی.
مجاهد وایي چې قومندان ازاد خان تیره ورځ د بلخ ولسوالۍ د بي بي سیمه کې د طالبانو تر برید لاندې راغلو چې په دغه برید کې و وژل شو او توپانچه یې هم د دوی لاس ته ورغلې.
د قومندان ازادخان د وژلو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې دوه ورځې وړاندې د بلخ ولایت کې د کندز د قلعه ذال د اربکیانو قومندان نبي ګیچي هم سخت ټپي او څو ملګري یې و وژل شول.
بلخ ولایت د شمال نسبتا له امن څخه برخمن بلل کیږي خو په دې وروستیو کې طالبانو په دغه ولایت کې هم حضور پیدا کړی او ډیرې سیمې یې تر کنټرول لاندې دي.