د غزې د جګړې ګټونکی به څوک وي؟

هلال بلخي

جنګونه او جګړې د بشر د ټولنیز ژوند له پیله تر اوسه دوام لري، د دوه کسانو تر منځ جګړه او شخړه یا د دوه دولتونو تر منځ جنګ او جګړه، هغه عمل دی چې د هر لورې د مادي او معنوي غوښتنو پر بنیاد ترسره کیږي. کله پیل شوي جنګونه په ساعتونو کې ختم شي او کله بیا کلونه کلونه وخت ونیسي. په جګړو کې ښکیل اړخ یا اړخونه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر انساني او غیر انساني عمل ته مخه کوي. په اوسني عصر کې د ځمکې پر سر تر ټولو اوږده جګړه او لانجمنه مسئله د فلسطین او اسراییل ده.

اسراییل له خپل وجود وروسته سمدستې په جنګ او جګړو سر شوې او تر اوسه یې څو څو ځلې له خپل ګاونډیو سره لنډمهاله او پرېکنده جنګونه کړي دي. لیکن په کور دننه فلسطین کې چې یهودان یې خپل پلرنې خاوره او مسلمانان یې د فلسطینیانو ځمکه بولي، شاوخوا پنځه اویا کلونه کیږي، جنګ، جګړه او وژنه روانه ده. دغه جګړه په حقیقت کې د کفر او اسلام تر منځ ده چې د اسلامي امت او مسلمان واکمنانو د نفاق او ایماني ضعف له وجې  فلسطینیان له مرګ او درد سره شپې او ورځې تېروي.

اوس چې بیا فلسطین کې جګړه پیل شوې او اسراییلو هوډ لري چې یو ځل او د تل لپاره حماس ختم کړي. په همدې هدف وار له وړاندې یې د امریکا په شمول یو شمېر نور کفري هیوادونه له ځان سره ملګري کړي تر څو یې له مالي  او نظامي مرستې برخمن شي او هم په نړیواله سطحه یې له انزوا او انتقاد څخه وساتي. اوس نو اسراییل په ډاډه زړه او پوره توان او قوت سره د غزې بمبارؤل او د کورونو، روغتونونو او مساجدو وړانول پیل کړی او یو مخیز ډؤل ولسي وګړي په نښه کوي. له وحشي بمبارۍ سره سره دا څو ورځې کیږي چې ځمکنی یرغل هم شروع شوی. پرمختللي ټانګونه، زره وال شوبلې، بېلدوزرونه او پلې عسکر غزې ته داخل شوي. کوڅه په کوڅه او کور په کور جګړه روانه ده.

غزه یوه محدوده او ګڼ نفوسه سیمه ده. پر یو ګڼ نفوسه ځمکه چیرته چې تر دوه نیم میلیونه انسان ژوند کوي او د کورونو او تعمیرونو، علاوه نوره ځمکه په ونو، باغونو او فصلونو پوښلې وي، همداراز په هره نقطه کې د نغمونو او تونلونو موجودیت به د اسراییلو لپاره ځمکنی برید ډېر مرګونی، خطرناک او پېچلی کړي. اسراییلي واکمنان او جنرالان به کېدای شي د امریکایي او غربي هیوادونو په پرمختللي وسلو غره وي، لیکن باید دا ټکی درک کړي چې دغه جګړه به چریکي جنګ وي او چریکي جنګونه ډېر پیچلي، اوږدمهاله او وژونکي دي. نو ځکه په پیل کې د ځمکنې برید پر ځای یې هوايي بمباري پیل کړه. هدف یې دا و چې د ولس غوسه او قهر د حماس په وړاندې راوپاروي. خو بیا هم  سره له دې چې یوه میاشت کیږي مسلسل پر غزې هوایي بریدونه ترسره کوي. هره ورځ په سلګونه بمونه پرې اوروي او دا پروا هم نه کوي چې لاندې کور ورانیږي یا شفاخانه! مسلح نظامیان وژل کیږي یا ولسي وګړي! یواځې غواړي خپله هغه وعده چې پر غزې یې د هراړخیز برید خبره کړې وه، عملي کړي، خو بیا هم په دې نه دی توانیدلی چې خلک له حماس څخه بېل او یا په وړاندې یې ودرؤي. بلکې باالعکس د خلکو قهر او غوسه د اسراییلو په وړاندې اوج ته رسېدلې او د حماس سره یې خواخوږي او ملګرتیا زیاته شوې ده. چې دا به د اسراییل ځمکنې برید نور هم ستونزمن او خطرناک کړي.

 

بل لورې ته د نړیوالو حمایت او ملاتړ دی چې اسراییل له دې اړخه د امریکا بغیر د ډیریو اروپایي هیوادونو ملاتړ له ځان سره لري، او تمه ده چې دوی له اسراییلو سره په نظامي او مالي برخو کې کومک او همکاري وکړي. لیکن که د مستقیم جنګ او جګړې خبره یاده شي، نو تر اوسه اروپا او اروپایي هیوادونه په هیڅ یو هیواد کې د بهرني او دوامداره جګړو تجربه او تاب نلري، په ورستیو کلونو کې چې اروپایي هیوادونه کومې جګړې ته داخل شوي، بېرته ترې په ناکامی وتلي دي. د مالي، نیجیریې او لیبیا هیوادونه یې ژوندې مثالونه دي.  فرانسه او انګلستان له امریکا مخکې لیبیا ته داخل شول، لیکن له امریکا مخکې ترې ووتل. همداراز په دې اواخرو کې چې په افریقایي هیوادونو کې ځینې کودتاوې شوي. اروپایي هیوادونه حاضر نشول چې نظامي مداخله یا مالي مصارف وکړي. او بله دا چې ورځ تر بلې په اروپا او امریکا کې د اسراییل له ظلم او ټول وژنې سره د ولسونو نفرت او کرکه زیاتیږي او په وړاندې یې تقریبا هره ورځ په غټو ښارونو او پلازمینو کې مظاهرې او لاریونونه ترسره کیږي، چې دا خپله له اسراییلو څخه د اروپایي هیوادونو ملاټر له منځه وړي.

د اوکراین جګړه بله موضوع ده چې اروپا د اسراییل په ملاتړ کې بې اشتها کوي. ځکه هر څومره چې د دوی توجه له اوکراین څخه اسراییلو ته اوړي، هغومره اوکراین کمزوری کیږي او د روسیې سلطه او واک نه یواځې پر اوکراین بلکې پر نورو اروپایي هیوادونو غالبه کیږي. نو ځکه دا احتمال بیخي کم دی چې اروپا دې په اوږدمهال ډؤل له اسراییل څخه مالي او نظامي ملاتړ وکړي.

امریکا خپله هم په افغانستان کې له شکست وروسته، له هر ډول مخامخ جګړې څخه ځان ساتي او په هیڅ ډول نه غواړي په داسې نیابتي جګړه کې ښکیله شي چې ټول بار او وزن یې د ده پر اوږو وي. لیکن بیا هم اسراییل ورته تر اوکراین مهم دی او ضرور به خپل سیاسي، مالي او نظامي کومک او همکاري جاري ساتي.

بل لورې ته ځینې هیوادونه دي چې د غزې د جنګ دوام غواړي. له دې هیوادونو څخه یوه یې روسیه ده چې د غزې جنګ ورته د زوی زیرۍ دی. همداراز ترکیه هم د غزې جنګ د دوام غوښتونکی دی. اردوغان چې اوس د عثماني خلافت طلایي دؤر بیا ژوندی کول غواړي، هڅه کوي په سیاسي او نظامي ډګر کې د پښو ځای پیدا کړي. نو دا به ورته ښه فرصت میسر کړي چې د یو اسلامي هیواد په دفاع کې نظامي سوله ساتې ځواکونه له هیواده بهر ولیږي. تر ټولو مهم بل هیواد بیا ایران دی چې دا ورته د سرو زور چانس په لاس ورکوي تر څو هغه شعار چې له کلونو راهیسې یې بدرګه کوي، د خپلو نیابتي جنګالیو په مرسته یې عملي کړي. ایران په ورستیو کلونو کې له هر ډؤل غربي اشغال او یرغلونو څخه ګټه ترلاسه کړې ده. عراق او افغانستان کې د امریکا ماته ایران ته ډېر امتیازات ورکړل او اوس په اقتدار سره په سیمه کې د یو سیال هیواد په حیث پېژندل کیږي.

تر دې ټولو علاوه په داسې پراخه کچه جنګ او جګړه، په میلیاردونو ډالر غواړي چې د وروستي اټکلونو له مخې اسراییل د غزې د جنګ لپاره باید لږ تر لږه پنځوس میلیارده ډالره مصرف کړي. دا ارقام د اسراییلو لپاره هسې ساده خبره نه ده. یهودان په اسراییلو کې په ناز او نعمت ژوند کوي او که جګړه اوږديږی نو مصارف یې هم لوړیږي. دا په دې مانا ده چې اسراییلیان به له ډېرو نعمتونو محروم کړي. که داسې حالت رامنځته کیږي نو ډېری اسراییلیان به بېرته مهاجرت ته مخه کړي. او دا خپله اسراییلو ته شکست او زوال دی.

تر پورته ټولو مواردو ماسیوا، د جنګ ماهیت او هدف دی چې د جنګ برخلیک ټاکي. اسراییل د اشغال او واکمنی لپاره جنګ کوي او فلسطینیان بیا د ژوند او بقا لپاره جنګ کوي. د مسلمانانو جنګ د جهاد او شهادت غوښتنې په اراده  اونیت ترسره کیږي او کفار بیا د مادیاتو او امتیازاتو لاسته راوړلو لپاره جګړه کوي. نو ښکاره خبره ده چې بریا د هغه ډلې ده چې شهادت غوښتونکي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button