اسراییلو ته دامریکا سلا: ملکیان په کوچنیو بمونو ووژنئ

عزم(دوشنبه، لړم ‍۱۵مه، ۱۴۰۲): د سعودي الوطن ورځپاڼې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له قوله لیکلي چې امریکایي چارواکو یهودو ته مشوره  ورکړې چې د ملکیانو د وژنې د تلفاتو د کمولو لپاره دې له بدیلو لارو ګټه واخیستل شي.

امریکا اسراییلو ته سپارښتنه کړې چې د عامو وګړو د وژنې لپاره دې په غزه کې د لویو او ویجاړونکو بمونو پر ځای کوچني بمونه وکارول شي.

دوی ویلي چې د ملکیانو په نښه کولو کې دې له بدیلو لارو چارو کار واخیستل شي او ددې پر ځای چې ډېر ملکیان ووژل شي، په کوچنیو بمونو لږ ملکیان ووژنئ.

له بلې  خوا صهیونست وزیر ویلي چې غزه باید په اټومي وسله وویشتل شي. ده ویلي چې غزه دې د ځمکې له مخې محوه شي او هلته دې له سره نوي ښارګوټي جوړ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button