روسیې د اټومي وسلو لېږدوونکی توغندی بریالی ازمویلی

عزم(دوشنبه، لړم ‍۱۵مه، ۱۴۰۲): د روسیې د دفاع وزارت په یوه خبر کې ویلي چې د اټومي وسلو د لېږد یو بالیستیک توغندی یې په بریالیتوب ازمویلی دی.
دغه وزارت پرون یکشبنه د نومبر پر ۵مه په یوه بیان کې ویلي چې د اټومي وسلو لېږدوونکی دا بین البراعظمي بالیسټیک توغندی یې له درېیم الکساندر اوبتل څخه توغولی دی.
ویل کیږي چې دا توغندی بولاوا نومیږي او توغندی وروسته له هغه ازمویل کیږي چې روسیې د اټومي وسلو د ازمېښت له تړون سره خپل پرېکون اعلان کړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین اوونۍ وړاندې د یوې لایحې په لاسلیک سره د اټومي وسلو د ازمېښت له تړون سره خدای پامانی وکړه او اوونۍ وروسته یې همدا توغندی ازمویلی دی.
ویل کیږي چې بولاوا ټولټال ۱۲ میتره اوږدوالی لري او تر ۸۰۰۰ کیلومترو لیرې هدف دقیق ویشتلی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button