کییف: د وژل شویو شلو سرتېرو پلټنه کوو

عزم(دوشنبه، لړم ‍۱۵مه، ۱۴۰۲): اوکرایني چارواکو ویلي چې د وژل شویو شلو تنو هغه سرتېرو پلټنه کوي چې د روسیې په یوه توغندیز برید کې ووژل شول.
اوکرایني رسنیو د هغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د روسیې د توغندیو په برید کې د اوکرایني سرتېرو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.
ویل کیږي چې څو ورځې وړاندې د نومبر پر درېیمه د اوکراین په جنوب کې روسي ځواکونو توغندیز بریدونه کړي چې په پایله کې یې شل سرتېرې ووژل شول؛ خو لا هم د دغه برید د څرنګوالي په اړه مالومات نه شته.
د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف رسنیو ته ویلي چې پېښه درنه ده او کییف به یې په اړه څېړنې وکړي.
رسنیو د اوکرایني چارواکو له قوله ویلي چې ددې پېښې څرنګوالی لا هم تت دی او په اړه یې هېڅ نه شي ویلی.
مسکو تل ادعا کړې چې د جګړې ګټونکي دي او د مسکو-کییف د جګړو له پیل راهیسې یې ۶۰ زره اوکرایني پوځیان وژلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button