سترګې په بڼو نه درنیږي

خط اول
کله ناکله انسان اړ کیږي چې د خپلو خاړپوڅو ځای، خپل ټابوبی پرېږدي او پر نورو وطنونو سر شي. د خًپل کورکلي پرېښودل، آواره کېدل او د نورو منت پر ځان منل ریښتیا هم د وړو سینولرونکو کار نه دی. له خپل ټاټوبي کډن کېدل او په پردو مېشتنېدنه کډوالي ده. د کډوالي سببونه بېلابېل دي. سیاسي اړودو او د نهټیکاو حکومتولي، طبیعي افتونه، جګړې او حتی کله کله سړی د ښه ژوندانه په تکل خپل کوروګور پرېږدي او د نورو هیوادونو لمنو ته پرېوځي.
د کډوالۍ نړیوال قانونونه او اړوند بنسټونه د همدې لپاره رامنځته شوي چې د کډوال انسان سرومال خوندي وي او په هېڅ سبب دده فردي ازادي سلب نه شي. خو ځیني وختونه جابر دولتونه له دې قانونونو پښه اړوي او داسې بربریت ته مخه کوي چې د نړۍ په هېڅ پېر کې او هېڅ انسان له بل انسان سره نه وي کړی. ځیني هیوادونه خو کډوالو او پناه اخیستونکو ته د سروزرو مرغانو په سترګه ګوري او خپلې ګټې پرې کوي. ځيني یې په تور بازار کې ګوماري او له شته مجبوبریته یې ډول ډول ناوړه ګټه اخیستنه کیږي.
میاشت وړاندې هم ګاونډي هیواد پرېکړه وکړه چې په خپل هیواد کې به هېڅ ناقانونه کډوال نه پرېږدي. دوی دا مسله داسې توجیه کړه چې ګوندې موږ یوازې له افغان کډوالو سره کار نه لرو؛ بلکې په دې ردیف کې هر هغه څوک راځي چې د استوګنې قانوني اسناد په لاس کې نه لري او په هغه هیواد کې اوسي. خبره دا ده چې هغه هیواد خو کوم صنعتي او پر ځان بسیا هیواد نه دی چې له اروپا دې تاته یو څوک په دې خاطر راشي چې خواري مزدوري پکې وکړي. له دې مالومېده چې دددې غشي خوا د افغانانو په لوري تاوېده. همداسې وشول. د پاکستان د کورنیو چارو چارسمبمالي سرفراز بګټي وویل چې د نومبر تر لومړۍ به ټول افغان کډوال له خپل هېواده وباسي. ده په یوه مرکه کې ويلي و چې افغان کډوال په دوو پړاوونو کې له هیواده شړي: لومړی به هغه افغانان واېستل شي چې د استوګنې هېڅ سند په لاس کې نه لري او که څه لري هم، هغه یې په تور بازار کې جوړ کړي وي. په دویم پړاو کې به هغه کډوال وباسي چې د ملګرو ملتونو په ګډون له نورو ادارو او بنسټونو سره ثبت دي.
د افغان دولت په ګډون ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمانونو او ګڼو نورو بنسټونو پر پاکستان غږ وکړ چې له دې پرېکړې دې لاس پر شي او افغان کډوال دې پرېږدي چې په خپله خوښه خپلو مېنو ته ستانه شي. د دې پرېکړې په لومړیو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د پاکستان یاده پرېکړه وغندله او دا یې ښکاره له بشري نورمونو سرغړای وباله او له اسلام اباده یې وغوښتل چې پرېکړه دې بېرته واخلي. ښاغلي مجاهد په څرګندو ټکو پاکستان ته وویل چې له افغان کډوالو دې غچ نه اخلي او خپل بربریت ته دې د پای ټکی کېږدي. نوموړي په پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو او پانګوالو غږ وکړ چې خپلې پانګې افغانستان ته راولېږدوي او په خپل هیواد کې کارو بارونه پیل کړي. له دې ورهاخوا نړیوالو بنسټونو دا پرېکړه ناعادلانه وبلله، ویې غندله؛ خو چا ته یې وایې. بس دوی په خپل دريځ ودرېدل. پاکستان فکر کړی و چې ګوندې افغان کډوال به پر افغانستان، دولت او ملت ور پیټي شي او له دې لارې به زیان ومني؛ خو دوی نه پوهېدل چې سترګې په بڼو نه درنېږي. د افغانستان اسلامي امارت د خپلو وګړو بې ساری هرکلی وکړ، دوی ته یې په غاړه کې د ګلونو هارونه واچول او د مینې او صمیمیت غېږه یې ورته پرانیسته. هو. کله چې افغان دولت درک کړه چې پاکستانی حکومت په خپله پرېکړه ولاړ دی او پوه شو چې د سړي وسپنې هڅې ټکول دي؛ نو د اسلامي امارت د مشرتابه په امر د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون رامنځته شو. دې کمېسیون د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ په فعالیت پيل وکړ او ګڼې کمېټې یې پکې رامنځته کړې. ددې کمېسیون لویه موخه او د رامنځته کېدو فلسفه د کډوالو ستونزو ته رسېدنه ده. له دې ورهاخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، د مخابراتو وزیر او نور لوړپوړي چارواکي د چارو د ښه تنظیم په موخه د تورخم ګمرک ته ولاړل او د خپلو هیوادوالو پوښتنه یې وکړه. دوی ته لازم روغتیایي چوپړونه رامنځته شول، مخابراتي دستګاوې ورته نصب شوې او دفاع او ټرانسپورټ وزارتونه خپل موټر دوی ته ورواستول. د دولت موټرونو افغان کډوال د هيواد هرې نقطې ته په وړیا ډول ورسول او… . دا له تمې لوړ کار دی. وړمه ورځ د اسلامي امارت ویاند مرستیال وویل چې یوازې په تورخم کې یې سل زرو تنو او په سپین بولدک کې یې ۱۳ زرو تنو ته ماښامی تیار کړی. له دې ورهاخوا د افغان ولس لورینه د ستایلو ده. هیوادوالو د خپلو وورڼو په خاطر تودې ډوډۍ او د کور دېګونه تر تورخمه ورسول او دا کلیه یې په عمل کې ثابته کړه چې موږ به له خپلو وروڼو سره د خپلې خولې مړۍ نیموو. بېګاه شپه د افغانستان اسلامي امارت د نفتو او ګازو دولتي شرکت په یوه اعلامیه کې وویل چې راستنوشویو افغان کډوالو ته یې کادري دندې اعلان کړي او غواړي یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال پر دندو وګوماري. شرکت وویل چې دې بستونو ته هغه څوک نوماندېدی شي چې په سوداګرۍ، اقتصاد، کمپيوټرساینس، سیول او سافټویر انجینرۍ کې یې لوړې زده کړې کړي وي. شرکت ژمنه کوي چې پروسه به رڼه پرمخ ځي او وړ کسان به ګوماري. په دې لوړه پیمانه د افغان کډوالو چوپړ او هرکلي دوی خپله حیران کړي. ګڼ راغلي افغان هیوادوال له افغان دولته مننه کوي چې د دوی چوپړ یې وکړ. دا تورې وریځي تېرېږي، خو هېرېږي نه. دوی ته دې دا هم وویل شي چې لروبر هیوادوال لکه د یوې سیکې دوه مخه، لکه نوک او وري؛ په هېڅ دلیل نه بېلیږي او سترګې په بڼو نه درنېږي.