پاکستاني چارواکي: د افغان کډوالو ایستل د «ټي ټي پي» له موضوع سره هېڅ تړاو نه لري

عزم: (دوشنبې، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۲)؛ یو پاکستانی چارواکی وایي چې له یاد هېواده د «غیرقانوني» کډوالو ایستل د ټي ټي پي له موضوع سره هېڅ تړاو نه لري.

اکسپرس ټریبون ورځپاڼې نن (دوشنبه د لړم ۱۵مه) د یو پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي: “زه په خپل پوره صلاحیت سره ویلای شم چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د ټي ټي پي له موضوع سره هېڅ اړه نه لري.”

دغه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، داسې ناسم تصورات شته چې ګواکې په دې سره د افغانستان سرپرست حکومت تر فشار لاندې راوستل دي، خو د «غیرقانوني» کډوالو د ایستلو په اړه دا پرېکړه شپږم میاشتې وړاندې شوې وه.

اکسپرس ټریبون ورځپانې د پاکستاني چارواکي په حواله لیکلي: “زموږ هېواد له اقتصادي ننګونو سره مخ دی، ځکه موږ نشو کولای د ټولو غیرقانوني کډوالو بار په غاړه واخلو.”
دغه پاکستاني چارواکي همداراز ویلي چې پاکستان له هغو کسانو سره کار نه لري، چې (POR) یا (ACC) کارت ورسره وي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان غواړي د ۱،۷ میلیونه غیرقانوني کډوالو د ایستلو پروسه په یو کال کې بشپړه کړي.
په ورته وخت کې د ا.ا د دفاع سرپرست وزیر، ملا محمد یعقوب تازه ویلي چې کډوال باید په عزت او آبرو سره ایستل شوي وای.
ښاغلي یعقوب زیاته کړې چې پاکستان باید د خپل کار پایلې هم وسنجوي.
خو د پاکستان حکومت بار بار ویلي چې د نړۍ هېڅ په خپله خاوره کې غیرقانوني کډوالو ته ځای نه ورکوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button