هرات کې یو کس د سلګونه زره بهرنیو اسعارو د لېږد په تړاو نیول شوی

عزم: (دوشنبې، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۲)؛ د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې په هرات کې هغه کس نیول شوی چې بهر ته یې ۱۵۰ زره ډالر، ۴۵۰ زره یورو او یو میلیون ۵۰۰ زره سعودي ریاله قاچاق کول.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، دغه کس له یوې ټکسي موټر سره نیول شوی او غوښتل یې چې دومره پيسې په قاچاقي ډول ایران ته ولېږدوي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولانو دا هم ویلي چې دغه کس د دوی د پولهساتو لخوا د هرات په اسلامکلا کې نیول شوی دی.
مسوولانو د نیولشوي کس د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ځینې کسان چې غوښتل یې بهر ته بهرني اسعار قاچاق کوي نیول شوي.