افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

عزم: (دوشنبې، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۲)؛ ازبکستان ته د اسلامي امارت سرپرست حکومت د پلاوي سفر سره هممهاله، د حکومت مسوولان وايي، دغه پلاوی به ازبکستاني چارواکو سره پر بېلابېلو برخو خبرې او هوکړې وکړي.
د مسوولانو په وینا، دغه سفر به د پانګونو جذب، د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د ټرانزیت په برخه کې د ستونزو د حل او د افغان ـ ترانس د اوسپنې پټلۍ د چارو پیلولو لپاره د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو ورټول وي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، افغان پلاوی به هڅه وکړي چې د ازبکستان پانګوال د افغانستان کانونو کې پانګونې ته وهڅوي.
په ورته وخت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د دغه وزارت یو پلاوی پرون (یکشنبې، د لړم ۱۴مه) لوژیستیکي او ترانسپورتي نندارتون کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.