ملا برادر په تهران کې: افغانستان به د خپل هيڅ ګاونډي لپاره ګواښ نه وي

عزم: (دوشنبې، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۲)؛ د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د ايران د ملي امنيت د شورا له عمومي منشي علي اکبر احمديان سره په لېدنه کې ويلي چې افغانستان به د خپل هيڅ ګاونډي لپاره ګواښ نه وي.
د ايران-ايرنا د دولتي خبري خبري اژانس له راپور له مخې، دا لېدنه پرون د يکشنبې (۱۴ د لړم) په مازديګر شوې، او د امنيتي او اقتصادي مسايلو، وروستيو سيمه‌ييزو بدلونونو او غزې د وضعيت په اړه پکې خبرې شوې دي.

د ايرنا په وينا، احمديان ويلي چې د ايران اسلامي جمهوريت د افغانستان د خپلواکۍ، ټيکاو، امنيت او پرمختګ ملاتړ کوي.

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي په سوداګريزو او صنعتي چارو، حمل و نقل او کرنه کې پر همکارۍ او د دې هېواد د حقابې پر تأمينېدو ټينګار کړی دی.

احمديان د غزې وضعيت ته په اشارې، له فلسطين او غزې څخه د افغانستان ملاتړ ستايلی دی.

د ايرنا د راپور له مخې، عبدالغني برادر په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پر پراختيا، په ځانګړې توګه د د ټرانزيټ حوزې پر فعالولو، چابهار بندر او د هوايي ترانسپورټ په برخه کې پر همکارۍ ټينګار کړی دی.

ده د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړونونو پلي کولو ته په ځانګړې توګه په اوبيزه حوزه کې د اسلامي امارت ژمنتيا ښودلې، د پولو اقتصادي کول او په دې تړاو ګډه پانګونه يې د دواړو هيوادونو په ګټه ګڼلې ده.

ايرنا ليکلي، چې عبدالغني برادر «له تروريزم سره په مبارزه کې د افغانستان ارادې ته په اشارې او د پولو د امنيت په اړه د ډاډ په ورکولو سره ويلي، چې افغانستان به د خپل هيڅ ګاونډي لپاره ګواښ نه وي».

د رییس الوزرا  د اقتصادي معاونیت د عبدالغني برادر له قوله ويلي، چې ايران د افغانستان د کډوالو په تړاو «اسلاميت، انسانيت، ګاونډيتوب او د کډوالو حقونه په رسميت پېژني».

ايران او پاکستان له څو لسيزو راهيسې د ميليونونو افغان کډوالو کوربتوب کوي.

خو پاکستان په دې وروستيو کې د بې اسناده کډوالو ايستل پېل کړي دي. په دې ورځو کې په زرګونو تنه اړ کېږي چې افغانستان ته ستانه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button