د افغانستان تکواندو لوبډلې د اسیايي تکواندو د ازادو سیالیو اتلولي وګټله

عزم: (دوشنبې، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۲)؛ پاکستان کې د ۲۳ هېوادونو ترمنځ افغان تکواندو لوبغاړو د اسیایي تکواندو د ازادو سیالیو اتلولي وګټله.

د افغانستان تکواندو فدراسیون پرون (یکشنبې د لړم ۱۴ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې افغان لوبډلې د ټولو ګډون کوونکیو لوبډلو تر منځ د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو د اسیايي تکواندو د ازادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

دغه سيالۍ چې د نومبر پر درېيمه نېټه د اسلام‌اباد پر کوربه‌توب پيل شوې وې؛ پرون (يکشنبه د لړم ۱۵ نېټه) د افغان لوبډلې بريا سره پای‌ته ورسېدې.

افغان لوبډلې د محسن رضايي او علي اکبر امیري په مشرۍ د سرو زرو دوه مدالونه وګټل او حکمت الله زین او امید سهاک پر ګډه د سپینو زرو دوه مدالونه وګټل.

دغه راز، محمد بشیر ترکي د لوبو په دې پړاو کې د غوره څاروونکي او محسن رضايي د غوره فایتر جایزه وګټله.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان په پاکستان کې د آسیایي “G2” تکواندو سیالیو اتلولي ګټي.

افغانستان د دغو سیالیو په تېر پړاو کې، چې دوه کاله مخکې څلورم مقام ګټلی و او هغه کال افغانستان د سپینو زرو او برونزو پر مدالونو سربېره یوازې یو د سرو زرو مدال ګټلی و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button