اسراییل د اروپايي هیوادونو نظامیانو ته په اونۍ کې ۳۹۰۰ یورو ورکوي

عزم: (دوشنبې، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۲)؛ الجزیزې د اسپانیایي الموندو ورځپاڼې له قوله لیکلي دي چې اسراییل په اروپا کې خصوصي نظامي شرکتونه تشویقوي چې خپل نظامیان اسراییلو ته د جګړې لپاره ولیږي.

دغه ورځپاڼې د بریټانیا یو پخواني عسکر (پيدرو دیازفلورس) سره چې په عراق کې جنګېدلی، مرکه کړې ده. یاد عسکر ویلي چې زموږ په شمول یو شمېر مزدور خارجي عسکر په فلسطین کې حضور لري. له دوی سره د ځانګړو ماموریتونو په پار قرارداد شوي دي.  یاد عسکر زیاتوي چې دغه کار ډېره ګټه لري، ځکه موږ په اونۍ کې ۳۹۰۰ یورو ترلاسه کوو. البته موږ ته د خپل ماموریت علاوه د نورو کړنو او فعالیتونو لپاره اضافي پیسې هم راکول کیږي.

پیدرو دیازفلورس د هغه قرارداد پراساس چې د (ریون) بریټانوي خصوصي نظامي شرکت او د اسراییلو د (ګلوبل CST) ترمنځ شوی، اسراییل ته استول شوی او د هغه ماموریت، په خطرناکو او پیچلو عملیات کې ګډون دی.

هغه همداراز وایي چې اوسمهال یو شمېر واړه خصوصي شرکتونه د اسراییلو سره قراردادونه لري ترڅو د غزې په روانه جګړه کې د اسراییلو په پلوي جنګونه ترسره کوي.

ورځپاڼه لیکي: اوسمهال په اسپانیا، فرانسه، جرمني او الباني کې د یو شمېر شرکتونو سره قراردادونه شوي. همداراز د امریکا مارینز (سمندري) ځوکونو یو شمېر پخواني عسکر چې د افغانستان او عراق په جنګونو کښې ګډون کړی، هم د غزې د جنګ ډګر ته استول شوي دي.

ورځپاڼه وړاندې زیاتوي چې د عسکرو په انتخاب کې ډېر دقت کیږي او یواځې هغه نخبه او تجربه کاره عسکر چې په افغانستان، عراق او نور هیوادو کې جنګېدلي وي، د غزې د جنګ لپاره انتخابیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button