په اسلام کې د سنتو مقام

سُنت په لغت کې سیرت ته ویل کېږي. د هر چا سُنت هغه دی چې په ساتلو یې متعهد وي، برابره خبره ده چې دغه سنت ښه وي او که بد. لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: ژباړه: چا چې پر نېکه لاره ګام کېښوده، نو ده ته د دغې نېکې لارې اجر دی او د هغه چا اجر هم د قیامت تر ورځې ور رسیږي، چې په نوموړې نېکې لارې باندې عمل کوي او چا چې بده لاره او عادت عملي کړ، ده ته د دغې بدې لارې، ګناه او د هغه چا هم تر قیامته ور رسېږي، چې په یادې بدې لارې روان دی. (مسلم)

فقهاؤ سنت په اصطلاح کې داسې تعریف کړی دی: ژباړه: سنت هغه نفل عبادات دي، چې په کولو سره یې ثواب تړاو ولري او په نه کولو سره یې عذاب نه وي.

د اصولو علماؤ سنت، بیا داسې تعریف کړی دی: ژباړه: ټول هغه څه چې له نبي علیه السلام څخه صادر شوي وي او د شرعي دلایلو له جملې څخه وي، تلاوت شوی نه وی، خبر نه وي، او په خبر کې داخل هم نه وي. یا په بل عبارت ټول هغه قولونه، فعلونه، صفتونه او تقریرونه چې له قرآن څخه پرته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه صادر شوی وي.

د حدیثونو په نزد سنت، خبر او اثر په یوه معنی دي؛ مترادف لفظونه او د یوې معنی لرونکي دي. په خپل منځ کې هیڅ توپیر نه لري؛ ځکه چې د خبر، سنت او اثر اطلاق د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قول، فعل، تقریر او صفت باندې کیږي. همدارنګه د خبر، سنت او حدیث اطلاق د صحابي او تابعي په قول، فعل، تقریر او صفت باندې کیږي. ځینې علماء وايي: چې خبر، حدیث او سنت یو له بل سره توپیر لري. د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قول ته چې له قرآن څخه پرته وي، حدیث ویل کیږي او فعل او تقریر ته یې سنت ویل کیږي. ځينې علماء وايي: چې حدیث یوازې مرفوع او موقوف حدیث ته ویل کیږي او اثر یوازې مقطوع حدیث ته ویل کیږي او ځينې نور علماء وايي : چې اثر یوازې موقوف حدیث ته وايي.

بعضې علماوو دا هم ویلي، هغه څه چې له پېغمبر یا صحابي او یا تابعي څخه راغلي، هغه حدیث دی او څه چې په هغو کې د تېرې زمانې او یا د سلاطینو کیسې وي، هغه خبر دی.

جعفري علماء وايي: هغه قولونه، فعلونه او تقریرونه چې له معصومو امامانو څخه رانقل شوي، هغه سُنت دي.

موږ په دغې تحقیقي مقاله کې د سنتو ماهیت، حجیت، ډولونه او داسې نور څېړو، په دې تر څ کې درنو لوستونکو ته د سنتو ماهیت، حجیت، ډولونه او د هغوی ځای په اسلامي فقه کې روښانه او معلوم شي. اسلامي فقه د خپلې سپېڅلتیا او پراختیا له مخې څلور اصلي مصادر؛ قرآن کریم، سنت، اجماع او قیاس لري، چې د دغو مصادرو له جملې څخه یو هم سنت دی. سنت د اسلامي فقهې په مصادرو کې دوهم ځای لري. قرآنکريم او سُنت دواړه د څښتن تعالی وحې دي، خو قرآن جلي وحې ده او ټول په تواتر سره ثابت دي او حدیث شریف خفي وحې ده. ځينې احادیث په تواتر سره دی او ځينې نور یې په تواتر سره ثابت نه دی. له دغې لنډې سریزې څخه وروسته د اصلي موضوع په څېړلو پېل کوو.

د اصولو علماؤ چې د سنتو له پاره کوم تعریف کړی دی، زموږ د دغې څېړنې موخه ده؛ ځکه چې سنت د اصولو د علماږږ په نزد له شرعي دلایلو څخه یو دلیل او له اسلامي مصادرو څخه یو مصدر دی.

د سنتو حجیت: علماؤ په قرآنکریم، اجماع او عقل باندې استدلال کړی، چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سنت د شرعي احکامو په ثبوت او استنباط کې حجت دی.

۱ ـ قرآن: الله جل جلاله د خپل نبي اطاعت او پېروي پر مؤمنانو باندې فرض کړې ده او د خپل رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت او پېروي یې خپله پېروي او اطاعت ښودلی دی. مسلمانانو ته یې امرکړی دی چې خپلې منازعې او دعواوې د حل په موخه الله جل جلاله او د هغه رسول ته وړاندې کړئ. او هیچا ته یې د دې واک او اختیار نه دی ورکړی چې د ده او د ده د رسول له پرېکړې څخه سرغړونه وکړي.

کله چې الله جل جلاله پر مؤمنانو باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت او پېروي واجب کړه نو د هغه اقوال په اطاعت کوونکي باندې ملزم دي او هغه څوک چې په رسول الله باندې اېمان راوړل واجب ګڼي، نو په ده باندې واجب ده، چې د رسول الله د اقوالو، افعالو، تقریرونو او صفاتو متابعت وکړي.

الف: قران کریم د دې خبرې شاهد دی: هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تشریع په ډول بیان کړی دی، د هغو بنسټ او اصل د الله جل جلاله له خوا وحې ده. الله جل جلاله فرمايي: ژباړه: او خبرې نه کوي محمد صلی الله علیه وسلم له هوا نه، نه دی دغه (قرآن) خو وحې ده، چې ورته لېږل شوې ده.

ب: الله جل جلاله د تشریعي احکامو د رسولو په موخه خپل نبي ص ته دنده سپارلې ده، چې د قرآن کریم معنی وې، بیان او روښانه کړي او مجمل احکام یې شرح کړي. الله جل جلاله په دې هکله فرمايي: ژباړه: ( او نازل کړې دی موږتا ته ذکر (قرآن) له پاره د دې چې بیان کړې ته خلکو ته، هغه چې نازل شوی دی، دوی ته)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان او شرح د قرآن کریم له پاره پوره کوونکی دی او د شرعي احکامو د استفادې او د مطلوب د پېژندنې له پاره اړین او ضروري دي.

ج: په قرآن کریم کې ډېر شرعي نصوص شته، چې په قاطع ډول په دې دلالت کوي، چې د رسول ص متابعت ضروري دی او د هغه اقوال یې د اسلامي تشریع له پاره مصدر بللی دی او نوموړي قرآني نصوص په مختلفو منهجونو باندې په دې خبره باندې دلالت کوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت ضرور دی.

۱ ـ ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، تاسو حکم ومنی د الله جل جلاله او حکم ومنئ د رسول ص او حکم ومنئ تاسې د خاوندانو د حکم له تاسې څخه، نو بیا که تاسو جګړه وکړه په یوه شي کې، نو تاسې دا كار د الله جل جلاله لوري ته او رسول ص ته وګرځوئ، که تاسې په الله او د اخرت په ورځې اېمان لرئ.

۲ ـژباړه: هر چا چې د الله د رسول حکم ومانه، نو په تحقیق چې هغه د الله حکم ومانه.

۳ ـ ژباړه: او هغه څه چې تاسې ته رسول ص درکړي، نو وایې خلئ، ویې نیسئ، قبول یې کړئ.

۴ ـ ژباړه: نه ، اې محمده! ستا په رب قسم چې دوی هیڅکله مؤمنان کېدای نه شي، تر څو چې په خپلمنځي شخړو کې تا فیصله کوونکی و نه مني، بیاچې ته څه فیصله وکړې، پر هغې باندې په خپلو زړونو کې هم څه تنګي احساس نه کړي، بلکې سر تر پایه یې ومني. ژباړه او نه شته هیڅ مؤمن سړی او نه هیڅ مؤمنې ښځې ته، ته کله چې حکم وکړې، الله جل جلاله او رسول ص د ده په یو کار کې دا چې وي دوی ته اختیار له امر خپله.

پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم د یادو قرآني نصوصو د معناوو تائيد او تصدیق کړی دی او په حجة الوداع کی يې ویلي دي: ژباړه: په تاسې کې مو دوه څيزونه پریښي، که چېرې تاسې په نوموړو دوو څيزونو منګولې ولګوئ، هیڅکله به لاره ورکه نه کړئ، یو د الله جل جلاله کتاب او دوهم د نبي ص سُنت دی.

۲ ـ د اصحابو اجماع: صحابه وو د نبي علیه السلام په ژوند او د هغه له وفات څخه وروسته په دې اجماع کړې ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو متابعت او پيروي واجب ده. صحابه وو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې د هغه احکام عملي کول او د هغه امرونو او نواهیو ته یې زیاته پاملرنه کوله. کوم حکم چې په قرآن کې راغلی و او کوم حکم چې له رسول الله څخه صادر شوی، له توپیر څخه پرته به یې متابعت کاوه.

ټولو مسلمانانو د نبي علیه السلام له وخت څخه تراوسه پورې په دې اجماع کړې ده چې د هغو احکامو متابعت ضروري دی چې په نبوي سنتو کې ثابت وي.

۳ ـ عقل: په قاطع دلیل سره ثابت دی، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول او استازی دی او د الله جل جلاله له لوري د دین تبلیغ کوونکی دی. همدارنګه ډېر داسې دلایل وجود لري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خطاء او سهوې څخه پاک دی او ګناه ورڅخه نه صادریږي، له دې کبله شریعت د قرآن کریم او رسول الله ص له اقوالو او افعالو څخه عبارت دی.

قرآن کریم په غالب ګومان سره د مجمل بیان او توضیح، د مطلق مقید کولو او د عام تخصیص کولو ته اړتیا لري، لکه د الله جل جلاله قول چې فرمايي: ژباړه: تاسې لمونځ قایم کړی او زکات ورکړئ. ژباړه: خاص د الله جل جلاله له لوري په تاسو روژه فرض کړای شوې ده. ژباړه: الله جل جلاله بیع حلاله کړې او سود یې حرام کړی دی او له دې څخه پرته یې نور څيزونه تاسې ته حلال کړي دي. ژباړه: د غله او غلې لاس ورباندې پرې کړئ. او داسې نور

نصوص بیان او توضیح ته اړتیا لري او د رسول الله قولي او فعلي سنتو د نوموړو نصوصو توضیح او بیان کړی دی. ٌ

مولوي محمد علي عظمت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!