د سلطاني ځمکو د غصب مخنیوی څرنګه ممکن دی؟
څرنګه چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د سلطاني ځمکو د غصب مخنیوي لپاره جدي اقدامات شوي او په ټول هېواد کې له غاصبینو سره تریخ او قاطع چلند روان دی، خو له دې سره سره بیا هم د هېواد په ګوټ ګوټ او بېلا بېلو ښارونو او کلیو کې له مختلفو لارو او پلمو بهانو په وړه کچه د دولتي املاکو د قبضه کېدلو څه ناڅه خبرونه رارسېږي- البته د غصب مخنیوي فرمان په مفهوم او تطبیق کې هم د هېواد لرو بر مجریه ادارو او همدارنګه عوامو ته یو لړ ستونزې او سرخوږي هم ورپېښ دي- غالباً د دې ستونزې اصلي وجه ښایي دا وي چې ان له تېرو پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې د هېڅ حکومت له خوا د ځمکو پر وېش کار نه دی شوی، يوازې د تېرې شل کلنې اشغالي دورې پر مهال د ځينو زور واکانو له خوا څه ځمکې ونیول شوې او بیا یې وړې وړې برخې په خورا ګرانه بیه پر ځینو شتمنو وپلورلې،چې رانیول یې په هیڅ صورت د بې وزلو هېوادوالو په توان کې نه و- مطلب دا چې که پخوانیو حکومتونو په ډېر ساده ډول او د یو فرمان له لارې پراخې سیمې څه افرادو او قومونو ته ورکولی شوې، وروستنیو د اړوندو ادارو د پېچلتیا له کبله هغه ډول وېش و نه کړای شو،خو دا چې د ځمکې پرمخ هر چېرته خصوصاً افغانانو کې د نفوس وده بیخي زیاته ده،نو خلک طبعاً مجبور دي له هرې ممکنې لارې ځان ته یو کور او کوټه جوړول غواړي،خو په همدې ترڅ کې اوسلویه ستونزه داده چې له یوې خوا دلته د خلکو نفوس مخ پر زیاتېدو دی او بل لورته په لکونو کډوال را روان دي،چې د کور او سرپناه جوړولو اړتیا یې څو څو واره زیاته کړې، خو بل لورته د حکومت اړوندو ادارو اورېدلي چې په دولتي ځمکو کې د ودانۍ چارې تر امر ثاني پورې بندې دي- یاد مأمورین، مسؤلین، د ناحیو رئیسان، د امنیتي حوزو آمرین، ولسوالان، امنیه قوماندانان او د هغوی عسکر يوازې همدومره وایي چې دوی مؤظف او د امر تابع دي او له مجبورو خلکو غواړي،چې کار ته لاس ورنه وړي. دوی په دې اړه دومره جدیت راخیستی چې آن هغو کلیو او ښارګوټو کې چې شل کاله مخکې ودان شوي، هم خلک د خپل کور منځ کې د یوې کوټې جوړولو ته نه پرېږدي! خو په همدې هېواد او له همدې فرمان سره سره بیا ځینو ولایاتو او ولسوالیو کې پرته له کوم تأویل او توجیه نه په خالصه یوه دولتي ځمکه کې لویه څو جریبي کلا ودانوي او هېڅوک یې پوښتنه هم نه کوي!
اوس پوښتنه داده چې آیا رښتیا هم د غصب د مخنیوي فرمان مفهوم دا دی چې د کور منځ کې هم څوک د خپل کور ترمیم نه شي کولی ؟ ایا دا هم منع ده چې دوه وروڼه خپل کور پر دوو برخو ووېشي او ترمنځه یو دیوال ووهي ؟ بلآخره خلک څه وکړي، اسمان ته وېیژي که د ځمکې تل سورنګونو کې واوسي؟ په دې اساس د خلکو پوښتنه داده چې که حکومت د ځمکو وېشلو څه برنامه لري نو باید پیل یې کړي ځکه انساني ابادي په ډېر سرعت مخ پر زیاتېدو روانه او لږ انتظار هم نه کوي او که یادې غصبي ابادۍ او کلي د کومې دولتي نقشې پر وړاندې خنډ هم نه وي نو په کار ده چې استوګنو ته یې اسناد ورکړای شي او څه ناڅه محصول ترې واخیستل شي- لنډه دا چې انساني ابادي په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو او د استوګنځایونو اړتیا ورځ تربلې شدت مومي، بناءً لازمه ده چې په هر ښار او ولسوالۍ کې د حکومت له خوا د نویو کلیو او کورونو د ودانولو لپاره مناسبې ساحې مشخصې او د یوې معلومې لایحې له مخې پر خلکو توزیع شي. یا دا چې هرې آبادۍ او کلي ته نږدې ځمکې د هماغو ولسونو مربوط وګڼل شي او خپلو کې یې د وېشلو اختیار هم دوی ته ورکړل شي- فقط په همدې توګه د خلکو اړتیا رفع کېدلی او د غصب مخنیوی کېدلی شي- له دې پرته به هره ورځ همدا د خلکو نیول، ډلې ډلې سپین ږیري چارواکو ته راتلل او په دې ستونزو کې د ټولو بوختېدلو او ګیلو- مانو لړۍ همداسې روانه وي.
لیکنه: فاروق غلجی