اسلامي امت ولې په مسکنت کې ژوند کوي!؟

په دې ټول پوهېږو چې د اسلامي امت اوسنی وضعیت په تاریخي لحاظ له ټولو ناوړه او له ذلته ډک حالت دی؛ اسلامي امت متفرق دی، له یو بل سره په اختلافونو کې ډوب دی او حتی له یو بل سره سختې دښمنۍ پالي. اسلامي خاورې امریکا، اروپا او روسیې په خپلو منځونو کې داسې وېشلې ، چې ته به وایې دا خاورې خپل مالک او څښتن له لاسه ورکړی او یا له سره څښتن نه لري. د اسلامي خاورو تېل، ګاز، یورانیم او نور خام کاني توکي د همدغو زبرځواکو حکومتونو لخوا یا چور او تالان کېږي او یا په کمو پیسو رانیول کېږي او د دوی په پرمختګ او ښېرازۍ کې مصرفېږي. حتی همغه تېل چې غرب یې له اسلامي خاورو استخراجوي، بېرته د غرب جګړه ییز ماشین په خوځښت راولي چې له امله یې هره ورځ په اسلامي خاورو کې په لسګونه ماشومان، ښځې، سپین ژیري او بې ګناه مسلمانان وژل کېږي. څو کاله وړاندې د افغانستان، عراق او سوریې او اوس د غزې ناورینونه د دغې خبرو ښه ثبوتونه دي. په غزه کې یهودو داسې وحشت جوړ کړی لکه څنګه چې په صلیبي جګړو کې اروپایانو پر فلسطین جوړ کړی و. د صلیبي جګړو پر مهال ټولې اروپا فلسطین ته حشر کړی و او اوس هم ټول غرب د اسرائیلو مرستې ته رادانګلي او هر ډول مالي، لوجیستیکي او تجهیزاتي مرسته ورسره کوي. په ورته وخت کې د اسرائیلو تېل، د څښاک اوبه، خوراکي توکي او تجارت له ګاونډیو اسلامي خاورو لکه ترکیې، عراق، اردن او نورو هېوادونو څخه تامینېږي. همدا اوس چې د غزې ماشومان او مېرمنې د یهودو په بمباریو کې لولپه کېږي؛ د یهودو ۴۰ سلنه تېل له اذربایجانه د ترکیې له لارې اسرائیلو ته انتقالېږي. همدارنګه د یهودو د څښاک زیاته برخه پاکې اوبه له اردنه ورځي. د دې ترڅنګ د ترکیې حکومت د یهودو لوی سیمه ییز تجارتي شریک دی.
غرب هر وخت چې وغواړي د اسلامي امت له پراخې وېشل شوې جغرافیې پر یوه جغرافیه پوځي برید کوي او د هغې سیمې مسلمانان وژني او هر ډول ظلم یې چې خوښ وي ورباندې کوي یې او نورې اسلامي خاورو مشران او اوسېدونکي یې یوازې سیل کوي او که غواړي چې خواخوږي ورسره وکړي، نو تشې دعاوې ورته کوي،نو د اسلامي امت اوسنی وضعیت رښتیا هم د مسکنت او ذلت وضعیت دی. د دې ټولو مصیبتونو یو اساسي لامل خپله اسلامي امت دی. په دې اړه الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمايلي دي:
ژباړه: هر مصیبت چې تاسو ته در رسېږي، هغه ستاسو د خپلو لاسونو له امله دی [شوری: ۳۰] همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي:
ژباړه: دغه کړاوونه او عذابونه تاسو په خپلو لاسونو مخکې تقدیم کړي او الله پر خپلو بندګانو کله هم ظالم نه دی. [ال عمران: 182] د پورتنيو ایتونو پر بنسټ یو قوم او یا یو امت د خپلو بدو کړنو، غلطو سیاسي اجنډاو او غلطو تقدیمونو له امله په کړاوونو او مصبیتونو کې اخته کېږي. د اسلامي امت اوسنی د مسکنت او ذلت څخه ډک حالت هم د اسلامي امت د جمعي تقدیم له امله دی. له شک پرته چې اسلامي امت په عذاب او کړاوونو کې ژوند کوي او دا د اسلامي امت په نېږدې ۱۵۰۰ کاله ژوند کې یو له ناوړه او له کړاوونو ډک وضعیت دی. غرب ځکه ورباندې لاسبری دی چې اسلامي امت خپلو امورو ته پاملرنه نه ده کړې او غفلت یې کړی دی. غرب یې ځکه هر وخت تر خپلو پښو لاندې کولی شي او په اسانۍ یې څملولی شي چې اسلامي امت ځان نه دی پیاوړی کړی او هغو برخو ته یې توجه نه ده کړې چې هغه یو امت او یو قوم پر پښو درولی شي. اسلامي امت ځکه په اسانه ښکېلاک کېږي، چې د یوه واحد امت په توګه نه دی راڅرګند شوی، بلکې تر اوسه د بريټانوي ښکېلاک استعماري پولې لکه رېجوې، مکمهان، ډيورېنډ او داسې نورې پر خپل ځای پرتې دي. اسلامي امت ځکه د غرب تر پوځي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ښکېلاک لاندې دي چې د الله سبحانه وتعالی پر ځای یې امریکا، غرب او د ملګرو ملتونو سازمان د خپل ولي په توګه نیولي او د ستونزو د حل لپاره امریکا او امریکايي نړیوالو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته مراجعه کوي. اسلامي امت ځکه پرمختګ نه شي کولی او ځکه نه شي پیاوړي کېدلی، چې د اسلامي حل لارو پر ځای د لبرال ډیموکراسۍ حل لارو ته یې مخه کړې ده،نو بلا نورې ستونزې او کړاوونه د اسلامي امت د خپلو بدو او ناوړه تقدیمونو له امله دي. حل لاره هم واضحه ده؛ الله سبحانه وتعالی او د هغه وحې ته بېرته ورګرځېدل دي او پر ټولو هغو سیاستونو او تګلارو له سره غور کول دي چې د الهي شریعت سره په ټکر کې دي او د امت د بدبختیو او کړاوونو لامل ګرځېدلي دي. مګر دا چارې باید اسلامي امت په جمعي او ټولیزه توګه وکړي، نه په انفرادي توګه، ځکه چې مصیبت جمعي دی.
لیکنه: امین الله احساس