پاکستان کې د افغان کډوالو میلیاردونه ډالره یرغمل شوې پانګه

د پاکستان لنډمهالي حکومت د ټولو انساني ، بشري او آن اسلامي ارزښتونو خلاف د افغان کډوالو را ایستلو او راشړلو ته زور ورکړی دی! پاکستاني پولیس د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهي، د مهاجر مالونه او آن دښځو ګاڼې لوټي او کورونه او کمپونه یې په بلدوزرو ورانوي!؟ د دغو چاپو داسې انځورونه پر خواله رسنیوو خپاره شوي چې پولیس د افغان مهاجرو په کورونو کې د ښځو له باکسونو ګاڼې لوټي!؟
د پاکستان حکومت په اوسني نامناسب وخت کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د ودرولو لپاره د هېڅ چا خبره نه مني، په دې اړه پاکستان د ملګروملتونو په شمول د هر هېواد او هر نړیوال ارګان وړانديزونه رد کړي او په ډېر ظلم سره یې د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ دوامداره ساتلې ده!
همدا راز پاکستان ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان کډوالو پر مخ د اخراج دروازې هم تړلې دي او په کمپونو کې یې دغه کډوال په داسې حال کې ایسار ساتلي چې د ژوندانه هېڅ شرایط په کې برابر نه دي.
پاکستان په داسې حال کې افغان کډوال را شړي، چې یو خو سوړ ژمی راروان دی او بل دا چې هلته پاکستان کې د هغوی (کډوالو) شتمنۍ ، کارونه، مالونه او ملکیتونه پاتې دي؛
دغو کډوالو د خپلو شتمنیوو او کار و بارونو د پاتې کېدا په اړه په رسنیوو کې غږ پورته کړی دی. د مالوماتو له مخې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کېږي او د منقولو شتمنيو، ټرانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونې چارواکي وایي چې پاکستان د افغان کډوالو له ۳ میلیارده ډالره ډېره پانګه یرغمل کړې ده.
د دغې خونې مشرخان جان الکوزي د افغانستان له چارواکو غوښتي، چې د دغې پانګې د را اېستو لپاره لارې چارې ومومي.
الکوزي وېیلي: ((افغان کډوالو په پاکستان کې کابو ۳ مېلیارد ډالره پانګونه کړې او د پاکستان ۳۰ سلنه اقتصاد د افغانانو پانګونه جوړوي.))
د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغان کډوالو په پاکستان کې له ۴۰۰ ډېرې فابریکې لرلې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم په دې اړه د ملګرو ملتونو له استازې سره په لیدنه کې شکایت کړی او دافغان کډوالو د بندې شتمنۍ او مالونو د را ایستلو لپاره یې د حل لارې غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمُنشي له ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، روزا اتونبايوا سره د لیدنې پر مهال دا خبره کړې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را اېستل کېدونکو افغانانو سره د ياد هېواد د امنيتي دستګاه د ناسم چلند، د افغانستان د حکومت او نړيوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهالو او اوږدمهالو مرستو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.
مولوي متقي وویل:((د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کېږي او د منقولو شتمنيو، ټرانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.))
متقي زیاته کړه چې په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غيرموجه دلايلو له کبله له هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کې تر شنه اسمان لاندې انتظار ته اړ اېستل کېږي.
نوموړي وويل: ((پاکستان له بشري موضوعاتو او کډوالو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کې حتی د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.))
هغه د افغان کډوالو په اړه د افغان حکومت د چمتووالي په اړه هم ویلي او له نړیوالو سازمانونو یې په دې برخه کې د زیاتو مرسته غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د يوناما مشرې روزا اتونبايوا، په خپلو خبرو کې وويل چې دوی وضعيت له نږدې څاري، اړوندې ادارې يې د مرستې لپاره په ساحې کې موجودې دي او په دې اړه به د نړيوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.
بل لوری په پاکستان کې د افغانستان سفارت، له دغه هېواد سره د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان د روان ناوړه چلند په اړه د ځینو هوکړو خبر ورکړی دی.
سرچینې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې اسلام اباد کې د افغان سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو له وزیر سرفراز بګتي سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د اجباري اخراج اړوند ستونزې، په ځانګړي ډول د کډوالو د مالونو او له بانکي حسابونو د پیسو لېږد، په تورخم او چمن کې د زرګونه کډوالو بند پاتې کېدل، د پاکستاني پولیسو لخوا د ښځو او ماشومانو په ګډون، د ستنېدونکو افغان کډوالو او اسناد لرونکو افغانانو ځورونه له پاکستاني لوري سره په جدي ډول مطرح شوي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې،چې د افغان کډوالو د نغدي او غیر نغدي اموالو د لېږد په اړه به ډېر ژر یو میکانزم اعلانوي، په تورخم او چمن کې به نور د ښځینه‌وو او تر ۱۴ کلونو کم عمره ماشومانو بایومیترک نه کېږي،په تمځایونو کې وسایل او په لارو کې د معلوماتو د ثبت ټیمونه به زیات کړي، ترڅو د خلکو د تګ پروسه چټکه شي، د امنیتي پولیسو به جدي څارنه کوي، چې افغان کډوال د تګ پرمهال ونه ځوروي او په عزت ورسره چلند وکړي او د اسناد لرونکو افغانانو لپاره به یوځل بیا خپلو امنیتي ادارو ته هدایت ورکړي چې وې نه ځوروي.
دا په داسې حال کې دي، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت روان چلند په کور دننه او نړیواله توګه سخت غندل کېږي او د دوی پر ژمنو هېڅ باور نه شي کېدای.
پاکستان تېره پنجشنبه رسماً د افغان کډوالو د ایستلو د عملیاتو د پيل اعلام وکړ او ورسره سم، افغان کډوالو سره د دغه هېواد د ناوړه چلند خبرونه زیات شول.
د پاکستان دا چلند په پراخه او نړیواله کچه غندل کېږي، په همداسې حال کې د را ایستونکو افغان کډوالو په مخ کې سخت ژمی پروت دی او د هغوی د مېشتېدنې لپاره هېڅ وړاندني تدابیر نه وو نیول شوي.
افغانان بیا تر خپله وسه د را ایستل کېدونکو کډوالو لاسنیوی کوي، خو د کډوالو خوندي کول او په راروان ژمي کې د هغوی لپاره د ډاډمن ځای ځایګي برابرول خورا سخت کار دی، خو په دې برخه کې هم افغانان، هم ملګري ملتونه، هم نړبواله ټولنه او هم ټول مرستندوی ارګانونه مسوول دي.
هیله ده چې یاد لوري په دغه مسوولیت کې بریالي شي او لږ تر لږه د انساني ناورین مخنیوی وکړای شي، دغه لوري او ارګانونه همدا راز مکلف دي چې د راشړل شوو افغان کډوالو شتمنۍ، پانګې، مالونه او منقول ملکیتونه د پاکستان د حکومت له برمتې آزاد کړي او ژر یې په عادلانه توګه خپلو څښتنانو ته وسپاري او د پاکستان له حکومت سره د هغوی د ناوړه او غیر انساني، غیر بشري او غیر اسلامي کړنو حساب وکړي!

راپور: شهباز

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button