د ککړې هوا ډېرېدو په اړه د کابل ښاريانو اندېښنې!

د کابل ښار هوا د هر ژمي په را لنډېدو سره د کال د نورو موسمونو په پرتله څو چنده خرابه، ککړه او تياره وي او د هوا ککړتيا له امله په ژمي کې تنفسي ناروغۍ هم ډېرېږي.کابل ښاريان په داسې حال کې د ککړې هوا ډېرېدو اندېښمن کړي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره هوا لا ډېره ککړېږي،موږ وينو،چې د همدې ککړې هوا له امله يې موسمي ناروغۍ او د سالنډۍ ستونزې ورځ تر بلې زياتېږي او د کابل ښاريانو اندېښنې زياتوي.
ډاکترانو هم د دې ستونزې پخلی کړی، چې ککړه هوا کولی شي له نورو ناروغيو سربېره د سالنډۍ ناروغۍ ډېره کړي او تر څنګ يې د پلازمېنې د هوا ککړتيا کچې لوړوالی د اندېښنې وړ بللی او زياته کړې يې ده که د هوا ککړتيا همداسې دوام پيدا کړي مرګونې پايلې به ولري،ځکه هوا په عمومي ډول له ۷۸ سلنه نايټروجن،۲۱ سلنه اکسيجن،۰، سلنه اکسيډيس ګازونو او ۰،۱ سلنه انبار ګازونو نه جوړه شوې ده، کله چې هوا له نورو عناصرو سره لکه زهرجن ګازونه يا ذرات ککړېږي دا کولی شي د انسانانو روغتيا ته جدي ستونزه پېښه کړي. عمده عوامل يې ځينې خطرناک او زهرجن ګازونه دي،چې عموماً صنعتي شرکتونه يې د سلفر ډای اکسايډ او کاربن مونو اکسايډ په شکل توليدوي او يا ځينې نور ګازونه چې موټر يې توليدوي، د دې ترڅنګ د ربړ او لرګيو سوځول يې هم له عمده علتونو څخه دي او ککړه هوا په ډېره اسانۍ سره ژونديو موجوداتو ته انتقالېږي،چې يا خو هغوی خطرناک ګازات خپله تنفس کوي او يا ياد ګازات فضا ته انتقالېږي،چې لومړۍ فضا ته زيان رسوي بيا له ورېځو سره يوځای کېږي او د بارانونو په شکل ځمکې ته رالوېږي،چې ياد باران ته Acid Rain ويل کېږي. د دې باران زيانونه يوازی انسانانو ته نه،بلکې نور موجوداتو ته هم رسېږي چې عموماً د تنفسي سيستم د خرابوالي او د ډېرو ماشومانو او لويانو د مړينې لامل کېږي.
په هر حال د هوا ککړونکي هغه مواد دي،چې له مختلفو زېرمو هوا ته آزادېږي او د انسانانو، حيواناتو، نباتاتو او بلاخره په ټولو ايکوسيستمونو باندي ناوړه اغېز کوي، دا ماده کېدای شي جامده، مايع او ګاز وي او سرچينه يې طبعي پروسې او انساني کړنې دي،ساينس پوهان هم د هوا ککړونکي په دوه ډوله وېشي، لومړی داچې د يوې پروسې په پايله کې رامنځ ته شي او په هوا کې خپاره شي د بېلګې په توګه خاورې او ايرې د اور غورځوونکو غرونو له فعاليته، کاربن مونواکسايډ د موټرونو له سايلنسره، سلفر ډای اکسايډ له فابريکو څخه او داسې نورې بېلګې هم شته خو دوهمې ککړونکی بيا په مستقيم ډول نه آزادېږي، دوی د اولي ککړونکو له خپل منځي او په هوا کې له نورو کازونو سره د تعاملاتو په پايله کې رامنځ ته کېږي .
دغه راز کاربن ډای اکسايډ د هوا له مهمو ککړونکو دی،چې د شنې خوني House Green د ګاز په ډول کار کوي او د نوموړي ګاز دې ځانګړنې هغه د نورو په منځ کې له ټولو مهم ګرځولی دی . که څه هم نوموړی ګاز د ځمکې د اتموسفير له طبيعي اجزاوو دی خو کله چې يې کچه په هوا کې له سټنډرډ حالته پورته کېږي،نو د اقليم د بدترينو ککړونکو په څېر عمل کوي . د سلفر اکسايدونه SOx کاربن مونو اکسایډ CO کلورو فلورو کاربونونه CFCs او په هوا کې معلق يا ځوړند مايکروسکوپي ذرات يا Matter Particulate نور هغه ککړونکي دي چې له کاربن سره يوځای د ښارونو هوا خرابولی شي او د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو په ژوند ناوړه اغېزې کولی شي!
خو کابل ښاروالۍ او چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسوولينو بيا ويلي،چې کابل مېشتو ښاريانو د کال په سر کې خبر داری ورکړی و، چې د تازه جوړو شويو تګلارو په عملي کولو به وتوانېږي،چې د هوا ککړتيا کچه راټيټه کړي.
په دې اړه د کابل ښارولۍ استازي نعمت الله بارکزي ويلي: (( را روان ژمي کې د لوړ پوړو ودانيو او حمامونو مالکين دا حق نه لري،څو له فېلتر پرته فعاليت وکړي، ګنې له قانوني چلن سره به مخ شي او له کابل ښاريانو هم غواړو څو په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.)) د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د تفتيش او د کنټرول آمر انجنير بصير امين هم ويلي: ((د دود خپروونکو کارخونو او موټرو له اړونده ادارو هم ژمنه اخيستل شوې،چې د هوا ککړتيا په صورت کې به يې فعاليت د چاپېريال ساتنې ادارې له لوري درول کېږي.))
خو اوس پوښتنه داده، چې د ککړې هوا د مخنيوي په موخه به د دوی تګلارې څومره موثرې وي او تر کومه به وتوانېږي،چې د ښار ککړه هوا کابو کړي؟ ځکه يوازې لوړپوړې ودانۍ او حمامونه نه دي، چې هوا ککړوي، بلکې د ښاريانو او کارخونو له لوري د لرګيو، ډبرو سکرو او آن پلاسټيکو سوځولو تر څنګ، کابل ښار ته څېرمه د خښتو په بټيو کې د زړو ټايرونو سوځول، هغه لاملونه دي،چې په کابل ښار کې يې هوا ککړه کړې ده.دا په داسې حال کې ده،چې له دې مخکې، ځينو نړيوالو بنسټونو هم د هوا ککړتيا په تړاو راپورونه خپاره کړي وو او افغانستان يې په نړۍ کې يو له ټولو ککړو هېوادونو شمېرلی و.
دا چې د سوړ ژمي موسم په را رسېدو سره هوا نوره هم ککړتيا مومي، نو د ککړتيا د کنټرول په موخه بايد ولس او دولت دواړه لاندې څو ټکيو ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو له يوې خوا د ککړې هوا مخنيوی شوی وي او له بل لوري د ګرانو هېودوالو روغتيا او سلامتيا ته پاملرنه شوې وي، هغه دا چې د هوا ککړتيا د مخنيوي له ټولو اساسي حل دا دی،چې د ککړتيا ټول اصلي لاملونه ختم کړل شي، د سکرو او ټيت کيفيت تېلو پر ځای پاکه «رينيوبل» انرژي، يانې لمريزه او بادي انرژي وکارېږي. په هره سيمه کې د کثافاتو او بېکاره شيانو لپاره د سوځولو په موخه ځايونه جوړ شي، په دې کار سره به په عامه ځايونو کې د سون مخه ونيول شي او له بلې خوا دا امکان هم شته چې په ډېره اساني له دې لارې برېښنا توليد کړای شي. د ښاري ټرانسپورټ معياري کول او په ښار کې د شنې ساحې زياتولو ته پاملرنه زياته شي. د نفوس په تراکم کېدو باندې فکر وشي.
عامو وګړيو ته هم په کار ده،له هغو کارونو ډډه وکړي،چې چاپېريال ته د ضرر سبب ګرځي. مثلاً په نويو ودانيو کې د خراب کيفيت تشنابونه، عامه ځايونو کې د پلاسټيکونو، ټايرونو او نورو چټليو سوځول، په کورونو، هوټلونو او نانوايانو کې د خشاکو په توګه د لرګيو يا ډبرو سکارو سوځول او د زاړه ماشينونو موټرونه کارول، ټول هغه څه دي،چې نه کارول يې کولای شي تر ډېره بريده موجودې ستونزې را کمې کړي.
لیکنه: راشد أرين