هغه باور چې فلسطينيانو خپلې ځمکې پلورلې او يهودانو د اسرائيلو جوړولو لپاره را نيولې!

څوک چي په دې باور دي چي فلسطینیانو خپلي زمکي پلورلې او یهودانو دا زمکي د اسرائـــیلو د جوړولو لپاره رانیولي هغوی دي د اکسفورډ پوهنتون د استاذ او امریکايي تاریخـــــپوه یوجېـن روگن Eugene Rogan د عربانو کتاب The Arabs مطالعه کړي.
هغه لیکي چي حتٰی په ۱۹۴۷م کي هم د فلســـطین د ۹۴% سلني زمکي خاوندان فلسطینـــیان ول؛ د یادولو وړ ده چي د عثماني امپراتورۍ د ماتي پر مهال هم د فلسطین ۹۸% سلنه خاوره له فلسطیني عربانو سره وه.
د انگرېزانو د واکمنۍ پر مهال د نړۍ له گوټ گوټ څخه صهیونیسـ.ــــتان په ډلو ډلو دلته راوستل کېدل او د (ناروا) قانون تر رسمي کېدلو وروسته ئې دولتي زمکې ور وېــــشلې.
دا وخت هم دغه اختصاص (وېشل) سوي زمکي ۴% څلور سلنه وې؛ هغوی تر دې وړاندي د ۲% دوه فیصد زمکو مالکان ول؛ دلته نو د دوی فیصدي ۶% سلنه سوه.
دا ممکن ده چي زمکي به پلورل سوي وي خو دا پلورل سوي زمکي دومره کمي وې چي احصائیه یې حتٰی یوه سلنه هم نه سوه لوړولی.

لیکنه: محمد آصف محمود

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button