ساردینز

په پښتو کې یې نوم نه دی راته مالوم.
دا یو قسم واړہ ماھیان دي چې په سمندرونو کې په ډله ایزہ توگه گرځي.
شمیر یې په میلونونو وي، خو عمر یې تل د نورو سترو او زورورو حیواناتو له لاسه په مھاجرت کې تیریږي.
پرون مې په تلویزون کې د ساردینز په اړہ یوہ پروگرام لیدہ.
لومړی سترو نھنگانو محاصرہ کړي و، ھرې خواته به یې چې د تیښتې ھڅه کوله، ھلته به کوم لوی نھنگ ( ویلز ) خوله ورته وازہ نیولې وہ او د زرونو په شمیر به یې ژوندي تیرول.
ھغه چې تر دې محاصرې به ژوندي خلاص شول، پر شارک ماھیانو به ورپیښ شول، دغه مھال به یواځې د شارک تر حملو لاندې نه ول، بلکې د ھوایي مرغانو یوې ډلې به ھم تر خپلو بریدونو لاندې نیولي و.
مظلومو ساردینو ته به ځمکه، ھوا او اوبه د رحمان بابا په قول کور او گور او پیښور درې واړہ یو شول!
د دې ساردینو یوہ وړہ برخه پر دې بریالۍ شوہ چې د سمندر غاړې ته ځانونه ورسوي خو ھلته ھم انسانان د خپلو بشردوستانه جالونو او دامونو سرہ ورته په انتظار ناست ول!
ما ھمدا پروگرام پر تلویزون لیدہ خو یو وخت متوجه شوم چې له سترگو مې بې اختیارہ اوښکې بھیدلې دي.
نه پوھیږم ولې داسې راته بریښیدہ لکه د افغان مھاجرینو په اړہ چې کومه ډاکومنټري گورم!
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۳/ ۲۰۲۳ م
لندن