نړیوال جام؛ بنګله دیش سري لنکا ته ماتې ورکړه

عزم (دوشنبه، د لړم ۱۵مه، ۱۴۰۲): د نړیوال جام په ۳۸مه لوبه کې سري لنکا له بنګله دیش څخه ماتې وخوړه او په دې سره یې نړیوال جام کې د وړاندې تلو هیلې ختمې شوې.
د لوبې پچه د بنګله دیش لوبډلمشر شکیب الحسن وګټله او لومړۍ توپ اچونه یې غوره کړه چې دغه پرېکړه سمه ثابته شوه، ځکه د سري لنکا ټوله لوبډله ۴۹.۳ اورونو کې په ۲۷۹ منډو وسوځېده. اسلانکا ۱۰۸، نیسانکا ۴۱، سماراویکرما هم ۴۱ او ډي سلوا ۳۴ منډې وکړې.
بنګله دیش ته تنظیم حسن ۳، شوریف الاسلام ۲ او شکیب الحسن هم ۲ ویکټې واخیستې.
بنګله دیش په ورکړل شوي هدف پسې ښه پیل ونکړ، خو د منځ لوبغاړو یې ښه ملګرتیا وکړه، تر دې چې هدف یې ۴۱.۱ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او سیالي یې په ۳ ویکټو وګټله.
شانټو ۹۰ او شکیب ۸۲ زیاتې منډې وکړې.
سري لنکا ته مدوشانکا ۳، تیکشانا او میتیوز ۲،۲ ویکټې واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی شکیب الحسن و.
په دې ماتې سره بنګله دیش اووم مقام ته ورسېده او د سرې لنکا لوبډله اتم مقام ته وغورځېده.
سبا به په نړیوال جام کې افغانستان او اسټرالیا سره مخ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button