په سعودي کي د موسیقۍ ستر، نړېوال او له عیاشیو او نڅاوو ډک کنسرټ

په سعودي کي د موسیقۍ ستر، نړئیوال او له عیاشیو او نڅاوو ډک کنسرټ په بریا ترسره سو؛ دا میوزیکل کنسرټ د حجاز پر زمکه ترتیب سوی وو؛ بلې هو پر همهغه مقدسه زمکه! دا هر څه پر دې جملې د تائید مهر دئ چي د عربانو لوڅي توري اوس په میدانونو کي نه بلکي د رقص په محفلونو کي ځلېږي؛ افسوس!!
د یوه لیکوال په قول چي اوسنۍ شېخوکراسي د صهیونیــیـت تمدید دئ. په مصر کي دوی له دیکتاتور څخه ملاتړ کوي؛ په سعودي، اُردن او اماراتو کي دوی همدغو دیکتاتورانو ته پر سجدو پراته دي. د همدغو هېوادونو دیکتاتوران د اسرائـــیل بقاء تضمینوي.
دا ظالمانو (د حرمینو جالي خادمانو) خو غوښتل ”غـ.ـ.ــزه“ اسرائیـ.ـل ته د ډالۍ په شکل ورکړي تر څو د ایران پر ضد یو نوی حلیف په سیمه کي ولري؛ خو د حمـــ.ـــاس زمریانو یې خوب گډوډ کړ؛ له بده مرغه چي دا بې حیاء مشران اوس هم امریکا ته دا گرین سگنال ورکوي چي د غــزې د جگړي تر ودرېدلو وروسته دوی بیا هم ابراهیمي تړون ته ژمن او خواهشمند دي. د دوی ټول توان او پاته آبرو او حیثیت به مو د برایي شپې د نڅاوو په ویډیوگانو کي کتلي وي.
د ریاض سیزن یو ښکاره پیغام دی اسلامي نړۍ ته چي دې خواته نور یوازي د بیت الله د زیارت په هدف راځئ! دا سفر به مو موږ ته تجارتي او تاسي ته ستاسي د شخصي عباداتو پېکج وي؛ نوري غوښتني او توقعات به نه راڅخه کوئ!!! همدې ته ورته کمزوری او شرموونکی موقف ترکیې ونیوی؛ د سل کلن ستر جشن نیول ئې مناسب اقدام نه وو؛ او نه ئې د خپل حیثیت مطابق کوم سفارتي او سیاسي اقدام وکړ؛ په هر صورت د اسلامي نړۍ په اوسنیو هېوادونو کي د ایران د گفتار او د خپلو تازیانو د هڅولو پرته نور هیڅ یوه اسلامي هېواد موقف د ستایلو نه دئ… ټولو ډېر بې شرمانه سکوت غوره کړی او الله تعالی به حتماً پوښتنه ځیني کوي.

لیکنه: محمدهاشم شاهین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button