خپل هيواد ته د کډوالو د راتګ هر کلی کوو

له نن څخه څه د بره ۲۲ کاله وړاندې د امريکا تر قيادت لاندې د ناټو ائتلاف او د نړۍ د ۴۸ هيوادونو نظامي ځواکونو چې د ۲۱ مې پېړۍ پر مدرنو او عصري وسايلو سنبال وو، زموږ پر هيواد د يوې جعلي او پلان شوې دسيسې له مخې يرغل وکړ او دغه نا برابره جنګ دوه لسيزې دوام وکړ، چې په کې په لسګونو زره بې ګناه افغانان په شهادت ورسېدل. غاصبو غربې ښکېلاکګرو زموږ د هيواد ملي شتمني لوټ او تا لاکړه او وطن يې پرکنډوالو بدل کړ، چې بالاخره د افغاني مجاهدينو د مستحکم هوډ، سپېڅلي جهاد او کلک مقاومت په پايله کې چې د خپل وجود په غرښو او د فدايي حملو د تاکتيک په غوره کولو سره يې د يرغلګرو غربي ځواکونو له فولادي ټانکونو سره مقابله وکړه. دوه کاله وړاندې د وږي په نهمه اشغالګر ځواکونه زموږ له ګران او محبوب هيواد څخه تېښتې ته اړکړای شول ، ټيټ سرونه زموږ له هيواده ووتل ، په نظامي ډګرکې له بشپړې ماتې سره مخ شول او په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شو. دغه نړيوال استعمار د اسلامي امارت پر خلاف پر نويو طرحو او پلانونو کار پيل کړی او د اسلامي نظام په مخکې خنډونه ايجادوي، چې په دې وروستيو کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو جبري راوېستل يې هم د غربي استعمار يوه پلان شوې طرحه او دسيسه ده، چې له يوې خوا افغان حکومت د نړيوالو له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی او له بل پلوه د افغانانو ملي شتمني هم د امريکايانو تر انحصار لاندې ده او همدارنګه هغه فقر او غربت چې د امريکايي اشغالګرو له لوري په ميراث را پاتې دی ، بله ستونزه ده په داسې شرائطو کې چې افغان مؤمن او مېړنی ملت له ډول ډول ستونزو سره لاس اوګريوان دی، د ميليونونو افغان مهاجرينو هيواد ته راستنېدنه ، د هغوی ځای پرځای کېدنه ، هغوی ته اړينې مرستې رسول او د هغوی لومړني ضرورتونه رفع کول د افغان حکومت او ملت له توانه پورته کار دي، خو د اسلامي امارت چارواکو او افغان ملت د خپلو ورونو او هيوادوالو وطن ته د راتګ لپاره په پوره اخلاص او ايماندارۍ چمتوالی نيولی او د خپلو هيوادوالو د راستنېدو لپاره يې له پاکستان سره په بندرونو کې لازم سهولتونه او اسانتياوې رامنځ ته کړي دي.
د عاليقدراميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبت الله اخندزاده (حفظه الله) د ځانګړي فرمان له مخې د رئيس الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ کمېسيون جوړ شوی، چې په بنادرو کې راستېدونکو افغان مهاجرينو ته خپلې مرستې ورسوي او د چارو نظارت وکړي. له پاکستان څخه هېڅ ګيله نه لرو، ځکه چې پاکستان يو خپلواک هيواد نه دی، بلکې د بهرنيو په مرستو متکي او په نړۍ کې د غربي استعمار له اوامرو د سرغړونې جرئت نه لري.
دغه هېواد شايد د خپلو ناوړه اعمالو پايله پخپله هم وګوري. موږ خپل هيواد ته د خپلو ورونو د راتګ هر کلی کوو، لکه چې ما په خپل يو شعر کې ويلي دي.
که هره ژبه وايي ،خو زما د وجود غړي دي
بې له مهاجرو نه ملت زموږ نيمګړی دی
خوښ به يو ،چې يو ورور د بل ورور غېږې ته راشي بيا
ورونه مهاجر د خپلې مور غېږې ته راشي بيا
مايې ((سالمزيه)) د يو والي ارمان کړی دی
بې له مهاجرو نه ملت زموږ نيمګړی دی.
لیکنه: سلطان محمود سالمزی