نری نرنځ، توبرکلوز، ټي بي يا د سل مرض

نری رنځ يا ټي بي یوه ناروغي ده چي د ميکروب په واسطه منځ ته راځي او عموماً سږي ورباندي اخته کيږي. د سل مرض له يو انسان څخه و بل انسان ته د هغو وړو څاڅکو په واسطه چې د ټوخي يا پرنچي په وخت کې د ناروغ له خولې يا پوزي باديږي انتقاليږي. ډيری وخت دغه څاڅکي ډير واړه وي او په سترګو هم نه ليدل کيږي. هر هغه وخت چي نوموړی مکروب د روغ انسان بدن ته داخل شي نو عموماً سم دلاسه انسان د نري رنځ په ناروغۍ نه اخته کوي بلکه يو له دغو لاندې دوو حالتونو څخه منځ ته را وړي.
1. د انسان د بدن مدافعتي سيستم مکروب وژني او انسان د ټي بي له ناروغي څخه ژغورل کيږي.
2. د انسان د بدن مدافعتي نظام پدې و نه توانيږي چي ميکروب له منځه يوسي بلکه تر يو حده يې کنترول کړي. دغه حالت ته په طب کې پټ ټي‌بي ويل کيږي. پدې حالت کې ناروغان سمدلاسه د نري رنځ په ناروغۍ نه اخته کيږي بلکه په راتلونکې کې ورباندې اخته کېدی شي. هغه کسان چي د ټي بي ناروغي ولري ډاکتران دغه حالت ته فعال نری رنځ يا ټي بي وايي.

د فعال ټي‌بي يا نري رنځ نښې نښانې:
1. ټوخی، خصوصاً چي له درو يا څلورو اونيو څخه زيات شي
2. تبه
3. د شپي خوله
4. د وزن له لاسه ورکول

لیکنه: ډاکټر امان شمس

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button