غزل: امکان لري چې زه شم د يو چا د سترګو تور

زه څه يم؟ ننداره يم د اوبو، ايرو او اور
له ځان سره تر ګوره وړم د ښه ژوند تصور
زه هم يو وخت سيمبول ومه د ژوند، تلاش او مينې
خو چا راڅخه ولوټل، خوښي، مستي او شور
مننه چې را ودې کتل، درک دې کړم او لاړې
خو څنګه به ادا کړم ستا د ښکلې ادا پور؟
ماښام دى، باد راوړې د نرګسو خوشبويي
امکان لري چې زه شم د يو چا د سترګو تور
نه لمر ته ملامت يم نه د خاورو پوروړى
د څېرو جنډو سيورى شوم پر خپل قبر يم خپور
رسېږم به اخر ستا د خلقت تر سرچينې
خو تنده به مې پاتې شي او جام به وي نسکور
ګل الرحم رحماني