په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورنیو رسنیو ته کتنه

۱ ـ ارګ: د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي نړۍ علماوو ټولنې یو شمېر غړو سره پر بېلابېلو موضوعاتو غږېدلی.

۲ـ دفاع وزارت: سرپرست وزیر د اسلامي نړۍ علماوو سره کتنه کې د فلسطین پر وضعیت خبرې وکړې.

۳ـ کورنیو چارو وزارت: پروان کې له یو کال راهیسې ۱ ټن نشه يي توکي سوځول شوي دي.

۴ـ کورنیو چارو وزارت: ۳ ولایتونو کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

۵ـ ستره محکمه: د پروان محاکمو تېرو ۲ اونیو کې ۱۵۸ قضیو حل سربېره، ۱۸۳ وثيقې هم اجرا کړې دي.

۶ـ لوړو زده کړو وزارت: د کندوز او بغلان پوهنتونونو او کندوز دیني جامعاتو ریاست، خالي بستونو لپاره له ۱۰۵۰ تنو نوماندانو ازموینه واخیستل شوه.

۷ـ پټرولیم وزارت: سرپرست وزیر د قرغزستان هېواد له پانګوالو سره پر بېلابېلو اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې.

۸ـ پټرولیم وزارت: د امو په نفتي حوزه کې ۱۷ څاه ګانې فعالې دي، چې په ورځ کې ۸۰۰ ټنه تېل استخراجوي.

۹ـ ټولګټو وزارت: د نیمروز، کنګ ولسوالۍ کې د ۱۲کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته و سپارل شو.

۱۰ـ صنعت او سوداګري وزارت: لغمان نیازي فابریکه په ورځ کې ۲ ټنه د پلاسکو لوښي تولیدوي.

۱۱ـ ماليې وزارت: بېلابېلو ګمرکاتو کې، زرګونه کیلو ګرامه خوراکي توکي او لسګونه عرادې بې اسناده وسايط نیول شوي دي.

۱۲ـ کډوالو چارو وزارت: له ایران او پاکستانه څه باندې ۲ زره کډوال خپل هیواد ته راستانه شول.

۱۳ـ ترانسپورټ وزارت: د کابل په ترمینلونو کې د ۱۷ مسافر وړونکو بسونو فعالیت تر نامعلومې مودې ځنډول شوی دی.

۱۴ـ لغمان بیارغونې او پراختیا ریاست: روان کال دغه ولایت کې د ۲ میلیاردو افغانیو په لګښت ۲۴۲ ټولګټې پروژې پلې شوې چې ۳۰ زره کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

۱۵ـ هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست: د روان کال له پیله تر اوسه ۹۲۲۳ کورنیو او بهرنیو سېلانیانو د دغه ولایت له موزیم څخه لیدنه کړې ده.

۱۶ـ کونړ امنیه قومانداني: تېر یوه کال کې ۱۴ کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي توکي کشف او سوځول شوي دي.

۱۷ـ حکومتي چارواکي: پنجشېر کې د ۱۰ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

۱۸ـ باختر: فراه کې د لوړ تناژ لرونکو موټرو ‌مخنيوي په موخه ۳ دروازې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button