Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

پر غزې قیامت دی او د يهودو قوم ولسمشر د اماراتو مېلمه دی

پر غزې قیامت دئ؛ د خبیث قوم ولسمشر هرزوگ په اماراتو کي ناست دئ؛ تر دې به یوه مختصره کیسه درته وکړم.

وايي: پر عربي ټولنیزو رسنیو د “بائي مایا” ټرېنډ ښه په خوند روان دئ؛ مایا ریجیف یوه ۲۱-کلنه ازرائیـ.ـلۍ رقاصه ده؛ نوموړې د ۷-اکتوبر په بریالیو عملیـ.ـاتو کي زمریانو مېلمنه کړې وه؛ د همدې میلمستیا په کشمکش او شوق کي ئې یوه خطايي مرمۍ پر پښه لگېدلې وه؛ زمریانو ئې ښه خیال وساتی او تېره ورځ ئې د یو پر درې په تبادله کي بیرته ملعـ.ـ.ون قوم ته ور رخصت کړه؛ د بدلولو پر وخت د نوموړي الوداعي خنداگاني او د بای بای طرز پر رسنیو وائرل سو؛ ټـــولنیزي رسنۍ ئې په لټه کي سوې چي نوموړې څوک ده…؟! په هر صورت بائیوگرافي ئې را وایستل سوه… دلته ئې نو شهرت لا عام سو…

دا چي د دې جگړي یوه ستره څانگه د تبلیغاتي جگړي هم ده او میډیا وار ئې یو مهم اړخ دئ؛ نو د رزیـ.ـ.ـل قوم مشر وغوښتل له موقع گټه پورته کړي او د خواخوږۍ په نوم مفته واویلا ترلاسه کړي… نوموړي نجلۍ ته ئې د ملاقات پیغام واستوی؛ البته چي هغې د ملاقات غوښتنه ونه منله… دا همهغه نجلۍ ده چي په اړه ئې میډیا وايي د نوموړي زړه په غـ.ـ.ـ..ـزه کي پاته سوی دئ…

اوس د کیسې مهم اړخ دا دئ چي یوې رقاصې د یوه غاصـ.ـب هیواد لومړي وزیر سره له ملاقاته ډډه وکړه خو بلخوا بیا د عربي نړۍ یو حاکم په دبۍ کي د همدې غاصب هیواد د ولسمشر کوربه توب او مېلمستیـــا کوي؛ بلکي د اماراتو ولسمشر اسحاق هرتسوغ ته خصوصي دعوتنامه استولې وه او نوموړی ئې د کوب ۲۸ کنفرانس ته رابللی وو… اوس یهـ.ـ.ـ..ـــ.ودان چي په دې ورځو کي عربانو ته د پېغور یو چانس هم له لاسه نه ورکوي؛ پر ټولنیزو رسنیو په ډېر ویاړ سره وایي چي زموږ یوه رقاصه هم ستاسي تر مشرانو زړه وره وه چي د ظالم هرکلی ئې ونکړ.

لیکنه: محمد هاشم شاهین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button