Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د ننې تمدن او تڪنالوژي اړوند د هایدګر یو لنډ نظر

عام انسانان طبعاً هوساینه خوښوي او سخت ڪار ته تر ډېره لېوالتیا نه ښیې ، ځڪه نو اوسنې عصر ڪې انسان د هوساینې په موخه په تکنالوژي ڪې مدغم سوی او یو ډول مجذوب سوی دی .

هایدګر وایې چې اوسنی انسان د تکنالوژي د پرمختګ له ڪبله د Being اړوند عمیق سوالونه مطرح کول پرې ایښي او ددې ډول اهمو او ژورو پوښتنو ځای ابزارې عقلانیت نیولی .

ددې ډول خام عقلانیت څخه راوتل پڪار دي او باید ددې هرڅه ځای ویښتابه او روڼتیا ونیسي .

د اوسني تمدن او د تکنالوژي اوج د انسانانو د رواني اړخه بېخي صرف نظر ڪړئ او ټوله اتڪاء یې پر مادي رفاهیت راګرځېدلې.

خپله هایدګر بل ځای وایې چې انسانانو د طبیعت سره د اړیڪو ډول د استثمار په ډول راشروع ڪړئ او په طبیعې نړۍ ڪې چې څومره شته شیان دي ، ټولو ته د خپلو ضروریاتو ، غریزو ، خواهشونو او غوښتنو د پوره ڪولو په نظر ګوري.

د انسانانو ددومره علومو سره سره لا بیا هم د نړۍ پوره اصالت انسان درڪ نڪړ او په دې پسې یې اصلاً پلټنه مهمه ونه ګڼله چې انسان د طبیعت برخه ده او ڪه طبیعت د انسانې غریزو د اشباع لپاره صرف خلق سوی .

د ننۍ تکنالوژيڪې پرمختګونو سره سره بیا هم د انسان عقل ، فکر او هوش یو ډول فرېم بسته سوي دي ؛ چې له دې فرېم هاخوا هیڅ فڪر اصل ڪې ڪولای نشې .

د ماډرن انسان د ژوندانه د هوساینې یوازینی لار همدا ده چې د عادتې فڪرونو او چوڪاټونو څخه منحرف او عمیق فڪر وڪړي .

انسانان ڪه د ځانونو عادتې غلامان جوړوي بیا ورباندې واڪ او ځواڪ چلول هم اسانیږي ، ځکه ددوی افڪار ددوی پر سرونو واڪدار نشې چلینجولای .

خپله هایدګر طبعاً د ساینس او تکنالوژې ددومره اوج سره اختلاف درلوده او په کال 1966 زیږديز کې یې د اشپیګل المانې ورځپاڼې سره په مرڪه ڪې وویل چې دا دور د تکنالوژې د بري دوران دی خلک د ځمکې په هغو برخو کې چې د پرمختللې  تکنالوژي لرونکې ده په پوره خوندونه کې تیروي.

ژباړه او زیاتونه : بشرمل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button