الحاد او ساینس

پاسنی عنوان ممکن تکراري غوندې هم وي او د دومره لوی بحث لنډ بیان شاید سخت وي. خو بیا هم یو څه لیکم:
په شلمه پېړۍ کې د اینسټاین د نسبیت او کوانټم نظریوو په راتګ سره زیاتره خلکو دومره هوا واخیسته چې ګواکې د هرې پوښتنې حل ته نږدې شوي او د کلونو اوږد مزل یې نور منزل ته په رسېدو دی.
دا چې د اینسټاین نسبي تیوري په لویو-لویو واټنونو کې له غټو-غټو بلاګانو غږېږي، او کوانټم نظریه بیا په وړوکو فاصلو کې د دنیا هره ذره را پېژني، نو دا طبیعي ده چې ډېری کسان زړه ور پورې وتړي او هیلې یې ور ته زیاتې شي.
دغو نظریاتو د کائناتو د پیل، کار کولو او جوړښت اړوند رښتیا هم جالبې پایلې را کړې دي.
دې دوو مخکښو نظریاتو زیاتره خلک ماده‌پرستي او الحاد ته سوق کړل او د ساینس په تاریخ کې شلمه پېړۍ د الحاد د ساینسي ملاتړ یوه قوي دوره وه.
په دې پېړۍ کې نه تنها “ساینسپوهانو” له الحاد سره مرسته وکړه، بلکې نړیوال سیاسي وضعیت هم خپل رول پکې ولاره.
د ساینس یوه جالبه ځانګړنه دا ده چې درېږي نه، د بدلون په حال کې وي. مګر د ساینس بدلون مکمل په دې مانا نه دی چې د یوې تیوري په راتګ بله په ټوله مانا له کاره وغورځېږي—داسې نه ده.
مثلن: د نیوټن نظریه د جاذبې په اړه یو ډول بیان لري، خو د اینسټاین تیوري بیا بېخي په بېله لاره جاذبه تشریحوي، په داسې حال کې چې دواړې سمې نظریې دي، خو تفاوت یې سره شته.
ساینس د خپل سفر پر لاره اوس یوې داسې نقطې ته ور نږدې شوی چې هلته خلک په ماده‌‌پرستي او الحاد بې باوره کېږي.
یویشتمه پېړۍ به د شلمې پېړۍ په نسبت د ساینس په تاریخ کې یوه داسې دوره وي چې د ماده‌پرستي او الحاد په ساینسي تشریح به خلک خاندي.
تېره پېړۍ ډېرې هڅې وشوې چې ساینس تر ماده او څلورو بُعدونو را محدود شي، مګر د ساینسي ډاینامیزم سېلاب ته د شګو ورخونه د ټینګې نه دي.
نېکولا ټیسلا په هماغه وخت کې لا چغې وهلې چې، “که ساینس کومه ورځ د میتافزیکي پدیدو بیان ته مخه کړه، نو په یوه لسیزه کې به د پېړیو پرمختګ وکړي.”
د ټیسلا خبره نه تنها په شلمه پېړۍ کې تر غوږو تېره شوه، بلکې اوس هم ځینې خلک پرې خاندي.
همداراز، کارل سیګان بیا ویلي، “ساینس نه یوازې دا چې له روحانیت سره جوړ دی، بلکې د روحانیت ستره سرچینه هم ده.”
د سیګان غوندې سړي له خولې دغسې خبره وتل ډېره جالبه ده.
مګر ښکاري چې ځینو ساینسپوهانو شعوري یا لاشعوري ساینس تر مادې نه محدوداؤ/نه محدودوي.
دوی له مادې نه د مانا خوا ته میلان ښیي. دغه میلان د دې سبب هم شو چې آن په شلمه پېړۍ کې یې د اینسټاین غوندې ساینسپوه هم په الحاد شکمن کړ او اګناسټیک له نړۍ لاړ، او د یویشتمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې یې کلک ملحد، سټیون هاکینګ هم اګناسټیک خاورو ته بوت.
اساسي مساله اوس له مادې نه د مانا خوا ته حرکت کول دي.
کله چې خبره له ساینس څخه د معنی خوا ته ځي، بیا نو د “څرنګه” په ځای د “ولې” پوښتنه مطرح کېږي چې په اوسنیو اصولو د دغې پوښتنې حل تر اوسه لا د ساینس کار ځکه نه دی چې موږ ساینس تر مادې، ابعادو او ملموسې دنیا محدود کړی دی، په داسې حال کې چې دغسې نه ده. اوس د ساینسپوهانو زړه غواړي چې په ساینس باندې “معنی” او “هدف” هم وپلټي. مثلاً: لوی فزیکپوه، راجرپنروس وایي چې د کائناتو په دومره پېچلي او منظم جوړښت کې حتماً یو هدف او معنی شته. دی زیاتوي چې موږ لا په ساینس کې هغې پوهې ته نه یوو رسېدلي چې د نړۍ هدف او معنی پرې درک کړو، خو دا په ټینګه وایي چې ساینس د دغه راز د لوڅولو خوا ته ور روان دی، خو هغه ساینس، چې د فزیکي او میتافزیکي پدیدو دواړو تفاوت نه کوي.
له بلې خوا، که د وړوکو ذراتو علم (کوانټم فزیک) ته ورشو، هلته هلته په پایله کې د مادې بنسټیز جوړښتونه زموږ د موجودو ساینسي قوانینو له مخې د هستۍ له تعریف سره ټکر خېژي! مثلن د مادې په جوړښت کې داسې ذرې لاس لري چې پخپله مادي وجود نلري، لکه ویل فرمیون او ګڼې نورې.
کله چې یو قدم نور هم مخ ته ځو او له کوانټم څخه سټرینګ تیوري ته داخلېږو، هلته خو بېخي موجود ساینس او تعریف یې جامېږي او په بشپړ ډول خیالي-حقیقي ساینسي ساحې ته داخلېږو.
موږ چې څومره هم په کوچني مقیاس کائنات مطالعه کوو، په هماغه کچه د غټې نړۍ ماده، ابعاد او هستي وړوکي کېږي او په پایله کې یوې نه لمسېدونکې او ښه نه درک کېدونکې ساحې ته رسېږو. نو همدغو پایلو ته په کتو ساینسپوهان مجبورېږي اعتراف وکړي چې د مادي نړۍ اصلیت غیر مادي سرچینه لري او په همدې اساس چې ساینس څومره په وړه ځخه کیهان پلټي، په هماغه کچه له مادیته وځي او معنی خوا ته درومي.
همداراز، د کوانټم فزیک امریکایي متخصص، ډېویډ بوهم د کائناتو، مادې او آن هوښ د سرچینې لپاره یوه تیوري وړاندې کړې ده.
دا تیوري وایي چې د کائناتو سرچینه او اصلیت له یوه داسې ځایه دی چې هېڅ مادي وجود نه لري، هوښ لري، او وخت-فضا ته هېڅ اړتیا نه لري. د دغې نظریې له مخې، هر څه له “Implicate Order” څخه ” Explicate Order ” ته له اوښتونه را منځ ته شوي/کېږي. ایمپلیکیټ ارډر، یعنې حتمي او پوښلی امر/نظم. او ایکسپلیکیټ ارډر، یعنې ښکاره او واقع نظم/امر. د دغې تیوري ډېری بحث د کوانټم-کانشسنیس اړوند دی چې دلته یې یادونه کول خبرې اوږدوي. د بوهم پاسنۍ تیوري په لنډو کې وایي چې ماده او بشپړ کائنات غیر مادي سرچینه لري او که په ساینسي میتود هم وپلټل شي په پایله کې خبره له وخت-فضا څخه وځي.
اوس ساینس دا هڅه کوي چې غیر فزیکي پدیدې، لکه د انسان خیال، هوښ، درک او تفکر هم داسې وپلټي لکه موږ چې په ساینسي تګلارو مثلاً د لمر جوړښت مطالعه کوو. خو، په دغسې باریکو موضوعاتو کې ساینس مجبور دی خپل مروج تعریف وبایلي او د غیرفزیکي او نامحدودو پروسو په پلټنه کار وکړي چې په دغه ګام اخیستو سره ساینس له مادي نړۍ څخه د معنی او هدف خوا ته لار لنډوي. مثلاً: راجر پنروس او سټوارټ هامروف د کوانټم تیوري پر اصولو د انساني هوښ د څېړلو په موخه په خپله وړاندې کړې تیوري Orch—OR کې دې پایلې ته رسي چې د انسان هوښ هېڅکله د کمپیوټر له سافټوېرونو سره نه شي پرتله کېدای، ځکه دغه پروګرامونه د یو مشخص الګوریتم په وسیله عیار دي او محاسبې کوي، خو د انسان هوښ یوه غیرالګوریتمي پروسه ده چې د اوسنو ساینسي قوانینو په دایره کې یې تشریح سخته ده. خو پنروس او هامروف یقیني دي چې داسې ساینس تګلارې شته چې یو وخت په دغو ستونزو برلاسي شو.
که د مصنوعي ځیرکتیا له متخصصانو سره مخ شئ، هغوی د نورو ساینسپوهانو په نسبت په شخصي لحاظ له ماده‌پرستي او الحاده سخت بېزاره دي او په هره ذره کې د ظرافت، هوښ او مانا په لټه دي.
همداراز، کله چې کیهان په وړکې ځخه پلټو، په سترګو-نه‌لیدل‌کېدونکي ذرات خورا منظم او ښایسته دي او انسان دې ته متوجه کوي چې په دې باریکه وړوکې نړۍ کې ظرافتونه، ښکلاوې او یو جالب نظم موجود دی چې دا ټولې پدیدې انسان د کائناتو د ماده-والي په ځای د هغوی هدف او معنی ته ور بولي.
که د وړو ذراتو د علم له لارې د کائناتو سرچینه مطالعه کړو په پای کې د مادې په نوم هېڅ هم نه پاتېږي او انسان متوجه کېږي چې اصلاً د کائناتو سرچینه یو جوهر او معنی ده چې وخت-فضا ته اړتیا نه لري او په عین حال کې خورا ظریف، منظم، معنی داره او همرنګه ده. آن دغه خبره د یویشتمې پېړۍ مشهور ملحد، سادګورو هم مني.
ساینس یو داسې بدلېدونکی شی دی چې په ثبات یې شرط نه شم تړلای. خو په دې شرط تړم چې ماده‌پرستي او الحاد به په نږدې راتلونکې کې د ساینس د بحث له مداره وغورځي.
لیکنه: وکیل احمد عزیزي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button