Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

رښتني بشر دوستان څوک دي؟

دا چې غرب د نظامي جګړې تر څنګ فکري جګړه هم روانه کړې او دا جګړه تر نظامي جګړې ډېره خطر ناکه ده، ځکه چې دا جګړه په ډېر خفیه شکل مخ ته وړل کېږي، ددې جګړې لپاره غربیانو ډېر شیان په لاره اچولې چې له ټولو خطر ناک یې مطبوعات دي، او ددغه مطبوعاتو له لارې مختلف شعارونه نشروي، ددې لپاره چې ځان نړۍ او ساده مسلمانانو ته له ټولو غوره انسانان معرفي کړي، لکه د بشرحقوق د ښځو حقوق او داسې نور…
خو بل طرف ته په مسلمانانو رقم رقم نومونه ږدي او ترهګر او دبشر دښمنان یې معرفې کوي. غواړم چې دلته تاسو ته روښانه کړم چې دغه غربیان چې د بشر حقوق چغې وهي دا رښتیا هم د بشر دوستان دي که دښمنان. غربیانو د بشرد ختمولو لپاره په سلګونو خطرناک بمونه جوړ کړي چې همدغه بشر چې دوي یې د حقوق چغې وهي ور باندې ووژني چې تر ټولو خطرناک یې اتم بم دي.
روسیه 8500 اتم بمونه لري.
امریکا 7200-7700 اتم بمونه لري.
فرانسه 300 اتم بمونه لري.
انګلستان 225 اتم بمونه لري.
هند 100 څخه زیات اتم بمونه لري.
او همدارنګه مختلف رقم نور خطر ناک بمونه یې د بشر د ختمولو لپاره جوړ کړي، هغه امریکا چې ځان تر ټولو ډیر بشر دوست هیواد ګڼي او د بشر د حقوق چغې وهي په انسانانو اتم بمونه کار کړي. 1945 کال د اګېسټ په شپږمه نېټه اټوم بم په لومړي ځل وکارول شو. د 1945 کال د اګېسټ په شپږمه نیټه امریکایانو په هیروشیما کې خپل اټوم بم وغورځاوه. لومړی بم د جاپان هېروشیما ښار یو دم خاورې ایرې کړ، لږ تر لږه 110 زره کسانو خپل ژوند سمدستي له لاسه ورکړ، د 1945 تر پایه130000 نور د دې اټومي بمونو د پایلو او زیانونو له امله مړه شول. اکثریت قربانیان ملکي وګړي ول، په وروستیو کې نوره څومره ووژل شول، سمه پته یا احصائیه لا نشته او ودان ښارونه په بیساري ډول ویجاړ کړل شول. د ۱۹۴۵م کال د اګست پر نهمه نېټه له غرمې مخکې ۱۱:۰۲ دقیقې د جاپان په ناګاساکي ښار کې د امریکا د متحده ایالاتو اتومي بم چې د{ فټ مین} یا چاغ سړي په نوم یادیده، استعمال شو.
په دغه برید کې څه د پاسه اویا زره کسان ووژل شول او اویا زره نور تپیان شول. ددغه بمونو جوړونکې امریکایې یهودي رابرټ اوپین هایمر و. غواړم چې د غربیانو ظلمونه د تاریخ په اوږدو کې ستاسو مخ ته کېږدم چې تر څو پوهه شو چې غربیان څومره د بشر دوستان دي.
د غربیانو ظلمونه د تاریخ په اوږدو کې:
لومړۍ نړیواله جګړه: دا د تاريخ له ترټولو سترو جګړو یوه وه. د تاريخ يوه خونړۍ جګړه، چې د يوه اټکل له مخې، د جګړې د مستقيمې پايلې په توګه اته اعشاريه پنځه ميلیونه جګړه ماران او ديارلس ميليونه ملکيان په کې ووژل شول. د همدې جګړې له امله نسل وژنې رامنځته شوې. د ۱۹۱۸ ز کال هسپانوي زکام وبا رامنځته شوه، چې په ټوله نړۍ کې يې څو ميليونه نور انسانان ووژل.
په دغه جګړه کې هیڅ مسلمان هیواد لاس نه لرلو.
دوهمه نړیواله جګړه:
په دې جګړه کې له اويا څخه تر اتيا ميليونه کسانو پورې مرګ ژوبله ورسېده، چې اکثريت يې ملکيان وو. لسګونه ميليونه کسان په نسل وژنه (د هالوکاسټ په ګډون)، لوږې، ټولوژنې او ناروغيو کې ووژل شول. په دغه جګړه کې هم هیڅ مسلمان هیواد لاس نه لرلو. ۱۹۹۴ کال : د یو میلیون تنو قتل عام د روندا قتل عام چې هیڅ مسلمان ورکې لاس نه لرلو بلکې همدغو غربیانو وکړو. په تاریخ کې له ټولو لویه مجرمه دانګلیس یوه ملکه (کونتیسه هونګاري) وه.
چې 610 کوچنیان یې په خپل لاس وژلي وو .
2٠12عيسوي کې په برما کې د سيمه ییزو ظالمانو پر لاسو په بې رحمۍ سره د لسو شهيد شوو تبليغانو په غبرګون کې مسلمانانو د اکياب او مرګنډو په ښار کې پرامنه لاريونونه وکړل.
هماغه وخت ظالمو کفارو په بې ګناه لاريون کوونکو د مرميو په باران کولو سره په سلګونه بې ګناه مسلمانان شهيدان کړل او له هماغې ورځې په پراخه کچه د قتل و غارت پيښې په تيزي سره زياتيدلې.
په اکياب ولايت کې د مسلمانانو ټول کلي وسوځول شول، يوازي په لسو ورځو کې له درېيم د جون بيا تر دوولسم د جون د مسلمانانو پنځه سوه کلي ويجاړ شول.
خوا اوشا 50زره سړيان، سپينږيري، ښځې او ماشومان ووژل شول او په زرګونو مسلمان ځوانان ورک شول.
په برما کې له تېرو شلو کلونو د مسلمانانو قتل عام روان ده او بې رحمه کفار د وږو ليوانو په څير په مسلمانانو حملې کوي.
کله چې صليبي عسکر په ۱۰۹۹ د جولاى په ۱۵ مه د روژې د مياشتې په دريم تاريخ د بيت المقدس سپيڅلي ښار ته ننوتل نو له ننوتو سره يې سم ۷۰۰۰۰ بې ګناه مسلمانان په شهادت ورسول آن تردې چې د دوى اسونه به تر سينو پورې په وينو کې لمبېدل .کله يې چې د انطاکيه د ښار په لوري حرکت وکړ نو له (۱۰۰۰۰۰) څخه زيات بې ګناه مسلمانان يې په شهادت ورسول ،چې پدې هکله يو مسيحي راهب (روبرټ ) په دغه جګړو کې د صليبيانو د ظلمونو په هکله وايي : زموږ خلک به د مسلمانانو لارو او کوڅو ته ننوتل او د خپلو مرګونو غريزو د پوره کولو لپاره به يې د مسلمانانو پر کورونو بريدونه کول ماشومان ، ځوانان ،سپين ږيري او ښځې به يې ذبح کولې او ټوټه ټوټه به يې کولې او يو زيات شمېر خلک به يې د يوې رسۍ په واسطه په دارځړول ! په بغداد کې معاصر روایتونه وايي چې مغولي پوځیانو جوماتونه، ماڼۍ، کتابتونونه او روغتونونه لوټ او بیا یې ویجاړ کړل. د بغداد د شپږدېرش عامه کتابتونونو با ارزښته کتابونه یې څيرې کړل، لوټمارانو د هغوی چرمي پوښونه د څپلیو په توګه کارول. لویې ودانۍ چې د نسلونو میراث و، په بشپړه توګه وسوځول شوې. بیت الحکمت (د بغداد لوی کتابتون)، چې بې شمېره ګران تاریخي اسناد او کتابونه په کې و، له طب څخه تر ستورپوهنې پورې، ویجاړ شول. ویل کېږي چې د جلې سيند د وژل شویو ساینس پوهانو او فیلسوفانو په وینو سور شوی و. د دجلې په سیند کې کتابونه وغورځول شول ان دا چې اوبه یې له د رنګه له امله تورې شوې. دا د کتابونو د ویجاړولو هغه کیسې دي چې د ۱۴ پېړۍ څخه سرچینه اخلي. اوسېدونکو د تېښتې هڅه وکړه، خو د مغول سرتېرو له لوري یې مخه ونیول شوه چې زیات شمېر یې ووژل، هېڅوک حتی ماشومان یې نه بښل. مارتین سیکر لیکي چې ممکن نږدې ۹۰۰۰۰ خلک مړه شوي وي.کله چې اندلس ته عیسویان ننوتل نو د هغه ځاې تمدن یې ختم کړو او هلته یې په مسلمانانو هغه ظلمونه وکړل چې تاریخ ورنه شرمېږي.
لطف الرحمن قمري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button