Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

هیواد کې د خوراکي او نفتي توکو بیې خورا ټیټې شوي

عزم(شنبه، د مرغومي ۱۶مه، ۱۴۰۲): د سالنګ لویې لارې تر پرانیستې او دافغانیو تر باثباته کېدو او تر ارزښت لوړونې وورسته اوس د پلازمېنې په شمول د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د نفتي، خوراکي او ناخوراکي توکو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راغلی دی.
د کابل هټیوال وایي چې د تېر په پرتله اوس د نفتو، ګازو، اوړو، بورې، غوړیو او نورو خوراکي توکو بیې ټيټې شوې دي. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې نن د کابل ښار په بازارونو کې د یوې پنځوس کیلويي بورۍ قزاقي اوړو بیه ۱۵۱۰ افغانۍ، يوه ۱۶ ليتره د غوړیو بوشکه په ۱۳۲۰ افغانۍ ، يوه ٢۵ کيلويي بورۍ لومړۍ سېله وریژې په ۲۵۰۰ افغانۍ، يو من شوله يي وریژې۳۳۰ افغانۍ، يو من بوره ۴۳۰ افغانۍ، يو من وطنۍ لوبيا۹۰۰ افغانۍ، يو من وطنۍ مۍ۴۳۰ افغانۍ، يو من وطني نخود۵۷۰ افغانۍ، یو کیلو مایع ګاز ۵۰ افغانۍ او یو لېټر پټرول شاوخوا ۶۵ افغانۍ پلورل کېږي.
تر دې وړاندې د نفتي او خوراکي توکو بیې لوړې شوې چې د کابل ښاریان یې اندېښمن کړې وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button