په ننګرهار کې د وطني توليداتو نندارتون پرانستل شو

په دې نندارتون کې د هېواد د بېلا بېلو سيمو شاوخوا ۱۱۷ فابریکو توليد شوي توکي نندارې ته ايښودل شوي.

دغه نندارتون د جلال اباد ښار د فوټبال په لوبغالي کې جوړ شوی وو،چې ولايتي چارواکو ، په دې ولايت کې د بېلابېلو قونسلګريو ديپلوماتانو ، د ښځو چارو وزیرې، د پلازمينې سربېره دهېواد د بېلابېلو سيمو سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی و.
ننګرهار والي سليم خان کندوزی وویل، د نندارتون د جوړيدو موخه د پانګه والو لا هڅونه او له کورنیو توليداتو د هېوادوالو خبرول په ګوته کړل.
د ننګرهار په ولايت کې دوه سوه دوه اتيا لويې او کوچنۍ فابریکې شتون لري ،چې دوه ويشت یې یواځې د مېرمنو له لوري پرمخ وړل کېږي.

د ننګرهار والی له ټولو هغو سوداګرو او صنعتکارانو مننه وکړه، چې په هېواد او په ځآنګړي ډول په ننګرهار کې يې پانګه اچونه کړې

هغه په ټینګار له ټولو هېوادوالو څخه وغوښتل چې پخپلو کورونو،دفترونو او نورو چارو کې په ټولو اړخونو کې له وطني تولیداتو څخه ګټه واخلي .

د ښځو چارو وزيره دلبر نظري، چې ننګرهار ته د ښځو د ستونزو د ليدو او خبريدو په موخه راغلې د نندارتون په پرانستوونکي مراسمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي او د ناپوهۍ ټغرد ټوليدو غوښتنه وکړه.

د ښځوچارو وزيرې خوښي وښوده، چې اوس په بېلا بېلو فابريکو کې ګڼ شمېر ښځې په کار بوختې دي او د کورني اقتصاد په پياوړتيا کې له نارينو سره ونډه اخلی.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي په ټينګار سره وويل:که دولت سوداګرو ته د پانګې اچونې لپاره زمينه برابره کړي او امنيت یې خوندي کړي نو شونې ده، چې هېواد مو په صادراتي هېواد بدل شي.

الکوزي د ننګرهار ستراتيژيک موقعيت ته په کتو وويل: د هېواد شپېته سلنه واردات په همدې ولايت کې ترسره کېږي، باید مرکزي حکومت ورته خاصه پاملرنه وکړي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال په ننګرهار کې د حصارشاهي صنعتي پارک ترڅنګ دوچ بندر ،چې د عربانو له لوري جوړېږي د چارو د پيل غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل:که چېرته دغه بندر جوړشي، سوداګر به پرته د کراچۍ له بندره خپل مواد د نړۍ هر هېواد ته صادر او يا يې د همدې بندر له لارې وارد کړي.

د ننګرهار ولايتي شورا مرستيال وويل دا ولايت ، چې د کال په ټولو موسمونو کې د کار لپاره مناسبه سيمه ده او هم مسلکي کدرونه لري ، بايد مرکزي دولت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دراني له سوداګرو او صنعتکارانو غوښتنه وکړه ،چې په دې ولايت کې شته امکاناتو او کدرونو ته په کتو پانګه اچونه وکړي.

په هېواد کې د صنعتکارانو سراسري ټولنې مرستيال نصيراحمد انصاف او د ايسا ادارې مرستیال محمدابراهيم شمس ننګرهار د صنعت د ودې لپاره مناسبه سيمه وبلله.

دوی پرهېوادوالو غږ وکړ، چې خپل توليدات وکاروي او له دې لارې هېواد پرخپلو پښو ودروي.

له ويناوو وروسته د ولايتي چارواکو او نندارتون ته له نورو ولايتونو راغلو صنعت کارانو او سوداګرو نندارتون پرانست او په غرفو کې ايښودل شوو افغاني توکو ننداره یې وکړه.

په دغه نندارتون کې لبنیات،د چرګوړو صنعت،خوراکي توکې،مبایلونه،ریکشاوې،شات،برقي سامان الات او لسګونه ډول نور تولیدات نندارې ته وړاندې شوي وو.

د یادونې ده، چې د وطني توليداتو نندارتون به تر پنجشنبې ورځې پورې دوام وکړي او خلک کولای شي ، چې د خپلې خوښې کورني توکي په دې نندارتون کې راونيسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button