دریمه څلور اړخیزه غونډه او سوله

خط اول…
افغانستان کي د سولي راتلو په پلمه تیره ورځ اسلام اباد کي دریمه څلور اړخیزه غونډه وشوه،د غونډي ګډونوال د نورو ناستو په شان پاکستان،افغانستان، چین او امریکا وو،دوی د تیر په څیر پر دې ترکیز وکړ چي طالبان دي له مقاومته لاس واخلي او دسولي له پروسې سره دي یو ځای شي.
دې ډول ناستو ته څیړونکي چندان خوشبینه نه دي،ځکه د ښکیلو اړخونو ترمنځ یو جهت کابل او امریکا،پاکستان چي داخلي او خارجي سیاست یې د سب سی پهلی پاکستان پرمحور راڅرخي تر افغان سولې په مراتبو دخپلي ستراتیژۍ تعقیب ته لومړیتوب ورکوي او چین ښایې نسبتا دریمګړی وګڼل شي موجود وي، خو طالبان چي یو مستقل اومهم جهت دی شتون پکي نه لري.
بل داچي تر هري ناستي ورورسته کابل د طالبانو پرضد عملیات اعلانوي او اخطار ورکوي چي وسله پرمځکه وغورځوي، اساسي قانون ومني او دسولي له پروسې سره ملګري شي.
که مځکنیو واقعیتونو ته وکتل شي واقعا چي د ګډ حکومت دې ډول شرطونو دسولي راتلو په مخ کي لوی خنډونه ایجاد کړی دی.
طالبانو تیره میاشت د قطر پلازمېنه دوحه کي د پګواش بنسټ له لوري په جوړ شوي کنفرانس کي دسولي لپاره داسي یوه لار نقشه وړاندي کړه چي د ډیرو خلګو تائید یې ترلاسه کړ، طالبانو ویلي وو چي د سولي خبرو ته د رسیدو په مخکي چي کوم خنډونه شته هغه باید لیري شي دبېلګې په توګه د طالبانو لپاره سیاسي دفتر باید رسمیت ومومي،ځکه چي یو معین ادرس نه وي، د سولي خبرو کي ستونزي ډيري وي.
طالب مشرتابه دي له تور لیست څخه حذف شي.
هغه بندیان چي د طالبانو سره د اړیکو په تور په میاشتو اوکلونو دګډ حکومت په زندانونوکي پراته دي باید خوشي شي.
او داچي د طالبانو پرضد دي د کابل حکومت منفي تبلیغات او پروپاګنډ پای ته ورسیږي.
خو ګډ حکومت د طالبانو له لوري د سولي د لار نقشې سره مخالفت وکړ او خپل مخکني شرطونه یې تکرار کړل.
د حکومت دغه ډول شرطونه د طالبانو د تسلیمۍ پرته بله معنی نه لري،که واقعیت ته وکتل شي ګډ حکومت ډير خطاء شوی دی،دلیل یې دادی چي که طالبانو همدې ډول غوښتنو ته غاړه ایښودلی نوبیا یې دومره ستونزمنه او اوږده مبارزه د څه لپاره؟.
دلته یوه مهمه نقطه داده چي کابل طالبان نه دي پیژندلي او یا تجاهل کوي، ځکه د طالبانو دمقامت او مبارزې علت ډير واضح دی هغه داچي طالبان د اشغال پرضد خپله مبارزه جهاد ګڼي او دولس اکثریت هم په همدې نظر دي چي دطالبانو جګړه د قدرت په خاطر نه، بلکي یو مقدس جنګ دی.
رښتني سولي ته د رسیدو لپاره دواقعیتونو تسلیمول او قبلول تر هر څه اولویت لري،که همدا اولویتونه درک او قبول نشي د څلور اړخیزو څخه به دسولي راتلو هیلي هسي یو سراب وي، چي پای به یې د ګډ حکومت بدنامي او کمزوري او دافغان ولس د هیلو او ارمانونو سره ستره جفا وي.