طالبانو له ټولو هېوادوالو د استسقاء د لمانځه غوښتنه کړې

عزم(یکشنبه، ۱۹، سلواغه ۱۳۹۹): طالبانو په یوې تازه اعلامیه کې له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د باران غوښتلو لپاره دې د استسقاء لمونځونه وکړي او له الله ﷻ څخه دې د باران د ورېدو غوښتنه وکړي.
«سره له دې چې ژمی تر نیمايي اوښتی، مګر په هیواد کې بارانونه او واورې تر اوسه نه دي اوریدلي، د خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ دی، څاروي وږي دي، فصلونه او ګیاوې هم متضررې شوی دي.»
د خبرپاڼې له مخې، ټول خلک دې په ګډه د استسقاء لمونځونه ادا کړي او د خپلو ګناهونو بښنه دې هم وغواړي. «د دې لپاره چې الله تعالی جل جلاله پرموږ خپل رحمت وکړي، بارانونه واوري، د خلکو ستونزې حل شي او د رحمت اورښتونه وشي، لازمه ده چې ټول مسلمان ملت مو په مشترک ډول د استسقاء لمونځونه اداکړي، له الله تعالی څخه د ګناهونو معافي او د بارانونو نزول وغواړي او خپله عاجزي الله تعالی ته وړاندې کړي.»
طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون په مسوولینو غږ کړی، چې علماء کرام، د مسجدونو ملا امامان او عامو خلکو سره دې په اړیکه کې شي او په ښه چاپېریال کې د استسقاء لمونځونه ادا کړي.
«د دې لپاره چې دغه سپارښتنه ټولو هیوادوالو ته رسیدلې وي، علماء کرام، خطیبان، د مساجدو ملاامامان، صالحین او مجاهدین دې د دغه کار په ځانګړي ډول اهتمام وکړي، جهادي مسئولین په ځانګړي ډول د ارشاد او دعوت کمیسیون مسئولین دې د استسقاء په اړه له خلکو سره په تماس کې شي، اوپه ښه چاپیریال کې دې له الله تعالی څخه د رحمت د بارانونو غوښتنه وکړي. الله تعالی دې زموږ او تاسو ټول مشکلات راته حل کړي او د رحمت په نزول سره دې زموږ هیواد آباد او سمسور کړي. آمین یارب العلمین»
د روان ژمي په لومړیو کې د هېواد په ګڼو برخو بارانونه وشول؛ خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې بارانونه درېدلي دي، چې خلک یې له سخت حالت سره مخ کړي دي.