که متحد اسلامي امارت نه وي نو څه به وي؟

لیکوال:قاري حبیب

د افغانستان اسلامي امارت زموږ د هیواد او سیمې په سطحه هغه خوځښت دی چې  زموږ د قرنونو او په خاص ډول وروستیو لسیزو د اسلامي مبارزو ثمره او نتیجه یي ژوندۍ او خوندي ساتلې، زموږ ملت او درست اسلامي امت ته یي له قرنونو وروسته د اسلامي نظام ژوندۍ بیلګه ورښودلې،د الله تعالی حدود او قوانین یې جاري او نافذ کړي دي، اولس ته یي د اسلام د سولییز ، عادلانه او مرفه نظام نعمت ورڅکلی، زموږ د هیواد استقلال او ارضي تمامیت يې خوندي کړی، اولس یي له ګډوډیو، بي امنۍ،ذلت، خپل منځي جګړو او ډول ډول تعصباتو او کشمکشونو ژغورلی دی، د اسلامي امت او خاص ډول افغان اولس دیني،جهادي او حریت خواه برم او پرتم یي ژوندی او سرلوړی ساتلی او بالاخره یې د نړیوال امریکایي ښکیلاک پوزه په خاورو سولولې او د غرور او فرعونیت له سټیجه یي رانسکور کړی دی.

د اسلام دښمنان له بیلابیلو توطیو په استفاده هڅه کوي تر څو دغه د اسلام نه ماتیدونکی سنګر یعنی اسلامي امارت د زر، زور او یا تزویر په وسیله له منځه یوسي. د همدې لپاره یې په پوځي، سیاسي، استخباراتي او تبلیغاتي جګړو سربیره اوس نویو حربو ته هم لاس اچولی او هغه دا چې د اسلامي امارت د مجاهدینو تر منځ د نفاق او بیلتون بلوا راپورته کړي، د امارت په دننه کې د بي اعتمادۍ او دښمنۍ سپرغۍ بلې کړې تر څو په دې ډول مجاهد د مجاهد او طالب د طالب په وسیله له منځه یوسي.

دښمن هڅه کوي د اسلامي امارت مشروعیت او ورپسې یي سیاسي او فزیکي وجود له منځه یوسي، له همدې امله خو کله د موجوده امارت د نامشروعیت لپاره تبلیغات  او استدلال کوي او کله هم خلکوته داسې تلقینوي چې د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په وفات سره نور خدای مکړه امارت هم له منځه تللی او کوم شرعي یا سیاسي حیثیت یي نه دی پاتې، چې ددې ټولو هڅو غایه او مقصد د امارت له منځه وړل او دې پرتمین بهیر ته د پای ټکی ایښودل دي.

د تأسف ځای دا دی چې ځیني خلک لا هم د موجوده اسلامي امارت په فلسفه او منزلت نه دي خبر، دوی لا هم نه پوهیږي چې موجوده امارت د څومره فتنو مخه ډب کړې، څومره توپانونو او مصیبتونو ته سپر دی او که خدای مکړه دغه سایه بان مو له سره ایسته کیږي نو په دې اولس او خاصتا متدین قشر باندې به کومې بلاوې رانازلیږی او په کومو فتنو او جنجالونو کې به اخته کیږي.

راځئ دلته هغه محتمل خطرات وشمیرو چې د اسلامي امارت د نه موجودیت په صورت کې یي راتګ عقلا لازم او ضروري بلل کیدای شي.

لومړی : د مسلمانانو عزت او بقاء په اتحاد او یووالې کې نغښتې، الله تعالی فرمایي: و لاتنازعوا فتفشلوا الایه یعني نزاع مه کوئ کنه له منځه به لاړ شئ. له دې اللهي خطاب څخه معلومیږي چې د مسلمانانو د واحد صف ټوټه کول او د تفرق د دوی د له منځه تګ مقدمه او سبب دی.

که خدای مکړه د اسلامي امارت واحد صف ونه ساتو او د بیلابیلو عقدو، ګیلو او بهانو له مخې د اختلاف او تفرق فتنې ته مخه کړو نو باید په دې پوه شو چې دا به د موجوده جهادي صف د له منځه تګ او د څو لسیزو د بې حسابه قربانیو د ضیاع په معنی وي او ددې ضیاع او درنې ګناه بار به د هغه چا په غاړه وي چې په خپل اختلاف او نزاع پالنه یي دغه صف کمزوری کړی او یا خدای مکړه له منځه وړی دی.

دوهم : د الله تعالی له لورې په مسلمانانو فرض دی چې متحد اسلامي امیر وټاکي او اسلامي نظام جوړ کړي، اسلامي امارت د یوه برحال متحد نظام په حیث زموږ له غاړې دا فریضه ساقطه کړې او د وجود او دوام له امله یي زموږ غاړې له یادې فریضې خلاصې دي. که خدای مکړه موږ دغه اسلامي نظام او امیر ونلرو نو ددې فرض د نه ترسره کولو له امله به ټول الله تعالی ته مسؤل یو،د نصب الامام فریضه به مو په غاړه پاته وي، د بیعت له وجیبې څخه به محروم پاته یو. په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي که څوک په داسې حال کې مړ شي چې خپل مسلمان امیر یي نه وي پیژندلی او بیعت یي ورسره نه وي کړی نو مرګ یي د جاهلیت دی.

دریم : اسلامي امارت په خپل وجود او شتون سره د نظام خالیګاه ډکه کړ ې او د کفري او مبتدعو نظامونو مخه یي نیولې، په کوم ځای کې چې اسلامي امارت مسلط دی هلته کفري او اسلام دښمنه نظامونه حاکمیت نلري. که خدای مکړه اسلامي امارت نه وي نو بیا به یې د بدیل په حیث کفري او فاسق نظامونوپه موږ مسلط وي، بیا به د اسلامي نظام،جهاد اودیني دعوت په ځای د کفر د خپراوي او نشر لپاره په دولتی سطحه منظم کار کیږي او د ګمراه کولو فتنه به په مسلمانانو اولسونو مسلطه وي.

څلورم: له بې نظامه حالت څخه د هر وړ نظام تر چتر لاندې ژوند غوره بلل شوی، د امام مالک رحمه الله قول دی چې تر بې نظامه حالت د ظالم نظام تر سیوري لاندې ژوند ځکه غوره دی چې د ظالم نظام په واکمنۍ کې په کال کې هم دومره حقوق نه تلف کیږي او نه هم دومره ناروا اعمال کیږي لکه د بې نظمۍ او هرج و مرج په یوه ورځ کې چې کیږي.

اسلامي امارت لله الحمد ظالم نه بلکې عادلانه نظام دی، چې وجود یي تر بې نظامه حالت په زر چند غوره، عقلا او نقلا لازم او ضروري دی.

که دغه نظام نه وي نو خودسري،ګډوډي او هرج او مرج به وي، بیا به هر څوک د خپل سر پاچا وي، خو په حقیقت کې د هر چا واګې د هغه د نفس او شیطان په ولکه کې وي او ډول ډول ظلمونه، غلاوې او ګناهونه به ورباندې ترسره کوي.

پنځم: اسلامي امارت د یوه نظام په حیث  د خپل تر لاس لاندې افرادو او رعیت د ګمراهۍ مخه نیولې، هغوی یي له انحراف او ښویېدلو ژغورلي، اوس هیڅوک په بل چا زړور لاس نه شي پورته کولی، هیڅوک د ګمراهۍ غږ نه شي اوچتولی، هیڅوک په چا د ظلم او تجاوز جرأت نه شي کولی، ځکه پوهیږي چې یو نظام شته چې لاس مې ونیسي.

که خدای مکړه دغه عاجز، بې علمه، جګړو، جهالت او افلاس ځپلي عامه وګړي خپلې مخې ته خلاص او د تنظیمي دوران غوندې سراېله شي نو بیا به د ظلم او حق تلفۍ داسې تاریخ جوړ کړي لکه موږ یي چې شل کاله پخوا د پاټکونو په دوران کې مثالونه لیدلي دي.

بیا به هر سرګروپ  او ډلګۍ مشر جلا پاچا، قاضي او مجري وي، هرکلی به ځانګړی سلطنت او په یوه ښار کې به شل بیرغونه رپاند او بشپړه کوڅه واکي حاکمه وي، بیا به پلار د زوی واک نلري او افغان اولس به د خپل سر، مال او ناموس د خپلواکۍ او خوندیتوب تصور نه شي کولی.

شپږم:  اسلامي امارت په نړیواله سطحه له هیوادونو، ډلو  او حکومتونو سره د یوه نظام په حیث چلند کوي،چې دې کار د ډیرو فتنو مخه ډب کړې، اوس نړیوالې بیلابیلې استخباراتي شبکې نه شي کولای دلته افراد او ځانګړی قومندانان په لاس کې واخلي، اکمال او اعمال یي کړې او په پای کې یي د خپلو ذاتي ګټو لپاره استخدام کړي.

د روس ضد جهاد د مهال یوه لویه ستونزه او غمیزه همدا وه چې مجاهدین ډلې ډلې وه، متحد نظام یي نه درلود نو ځکه د نړیوالو او سیمه ایزو استخباراتي لوبو قربانی شول، په نیابتي جګړو کې ولویدل او پردۍ جګړې یي د خپل وطن په خاورو او د خپل اولس د وینو په توییدو تمثیل کړې.

که خدای مکړه متحد اسلامي امارت نه وي، یو ځل بیا به نړیوال استخباراتي لاسونه زموږ د جهاد مقدس صف ته راخلاصیږي، او دلته به د برحق جهاد په ځای د پردیو د ګټو جګړې او مقابلې زور نیسي، چې بیا به مجاهد مجاهد نه وي پاته بلکې د اجنبي استخباراتو د ګوډاګي رول به یي خپل کړی وي.

اووم : اسلامي امارت د یوه اولس په حیث زموږ  مابه الاشتراک اقدار او بیلابیل دیني او تاریخي ارزښتونه خوندي کړې دي، زموږ د اولس خپل منځي وحدت یي تامین کړی دی او د هیواد د ټولو قومونو او هرې ژبې او نژاد سره تړاو لرونکو افرادو ته یي په خپل غیږ کې ځای ورکړی،هر ډول قومي، لساني،سمتي او نژادي توپیرونه یي ناروا او جاهلانه عادات بللي. د افغان اولس دیني شناخت یعني حنفیت د ساتنې تعهد یي وړاندې کړی، د هرډول غیردیني او فرقوي تعصباتو د رامنځته کولو مخه یې نیولې او په دې ډول یي اولس له یو عالم جنجالونو ژغورلی دی. که خدای مکړه موږ دغه سپر له لاسه ورکوو، نو دلته به یې نه یوازې سیاسي تنازعات زور اخلي بلکې کلي په کلي او مسجد په مسجد به قومي او فرقوي جګړې هم پیلیږي، لکه موږ یې چې په  نورو اسلامي هیوادونو کې شاهدان یو.

اتم : په لنډو باید ووایو چې متحد اسلامي امارت د الله تعالی یو لوی نعمت دی چې په موږ یي لورولی دی، که په دې نظام کې کومه خلا وي باید د پوره کولو او رفع کولو کوښښ یي وکړو، دغه امارت زموږ مشترک کور دی، کله چې په کور کې کوم ځای نقصان موجود وي نو عاقل انسان یوازې د هغه نقصان د رفع کولو کوښښ کوي نه دا چې ټول کور  ونړوي.

دا باید ومنو چې اسلامی امارت زموږ د سر، مال،عزت،نسل او ټولو حقوقو د ساتنې متکفل دی، دې ته مو باید پام وي چې نور تش په نامه نظامونه داسې نه دي، همدا اوس د افغانستان په ښارونو ګوډاګی نظام حاکم دی، مګر خپله نظام د اولس په وژلو او لوټلو بوخت دی، پولیس یي غله او اختطاف ګر دي، د نظام مشرانو یې تر یوملیون جریبه زیاته ځمکه غصب کړې ده، د دنیا نور نظامونه علی هذالقیاس

نو ځکه باید ددې نظام قدر وپیژنو او شکرانه یي اداء کړو ، که خدای مکړه اسلامي امارت نه وای نو موږ به د تنظیمي دوران مولود ځنګلي انسانان وای چې نه به مو خپل دین، تمدن او اخلاق پیژندلی او نه به راته د ځان او نورو انسانانو حقوق معلوم وای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button